ایران کې د احتجاجونو ۱۵مه ورځ؛ بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونو دوام موندلی

تصاویری از تظاهرات مخالفان در امیر‌آباد

د عکس سرچینه، Screenshot

د عکس تشریح، امیر اباد کې راوتلي لاریونیان

ایران کې د پولیسو بند کې د یوې دوه ویشت کلنې نجلۍ مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته پیل شوي احتجاجونه دوام لري.

د دغه هېواد د پلازمېنې تهران د ازادۍ واټ شاوخوا کې د تېرې شپې د لاریونونو وروستي عکسونه ښیي چې دغه احتجاجونه د امنیتي ځواکونو لخوا ځپل کېږي.

له ایرانه بهر د دغو احتجاجونو یو شمېر پلویان وایي دوی دغو لاریونونو ته ځکه هیله من دي، چې دا ځل نوښت مېرمنو په لاس کې اخیستی دی.

د شنبې شپې تر ناوخته د ایران د بېلابېلو ښارونو کې لاریونونو دوام درلود.

د کردستان په دهګلان ښار کې مظاهره چیانو د سپاه پاسداران ځواکونو یوې مجسمې ته اور ورته کړی.

خپاره شوي تصویرونه ښیي، چې افسران لاریون کوونکو سره په شخړه اوښتي او د هغوی د پاشولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.

یوه ویډیو، چې د شنبې شپې د پیل پر مهال اخیستل سوې او په تهران کې خپره سوې ښي، چې د ګاډو چلوونکي پر واټونو د لاریون کوونکو د ملاتړ په دود په پرله پسې توګه موټرو هارنونه وهي .

د سیستان او بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو له زیاتېدو وروسته انټرنیټ بند شوی دی.

کردستان کې د بشري حقونو شبکه وايي، په سقز ښار کې چې د مهسا امیني د زېږېدو سیمه ده سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

معترضان در برابر ایستگاه متروی شریعتی شعار می‌دهند: «نترسید، نترسید، ما همه با هم هستیم»

د عکس سرچینه، Screenshot

د تهران پر بېلابېلو سیمو سربېره په کرمان، کرمانشاه، مریوان، سنندج، دهګولان، بوکان او مهاباد کې هم د شنبې په ورځ د تیارې له خپریدو سره خلک واټونو ته راووتل.

له دې سره د ایران لروبر د لاریون کوونکو نیول دوام لري او په دې وروستیو ورځو کې په مشهد او ګلستان ولایت کې یو شمېر کسان نیول شوي دي.

په ایران کې له احتجاج کوونکو ښځو سره د نارینوو ملاتړ د اسلامي هېوادونو پام ځان ته اړولی او رسنیو یې هم پراخ پوښښ ورکړی دی .

یو شمېر نور بیا وايي، چې دوی دا ځل دغو مظاهرو ته زیات هیله من دي او د هیلو لامل د دې غورځنګ شعارونه او رهبري یادیږي، چې د مېرمنو په لاس کې ده او یا هم د ښځو سره تړاو لري.

په ورته وخت کې له ایرانه راپورونه وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د هغو مېرمنو شمېر ډېرېږي چې له جبري حجاب سره مخالفت ښيي.

له ایرانه بهر هم د نړۍ په څه دپاسه ۱۵۰ ښارونو کې سترې او وړې غونډې جوړې شوې دي. په نیوزیلینډ، د استرالیا څو ښارونه ، د جاپان - توکیو، د سویلي کوریا -سیول ، د جرمني برلین، د ایټالیا په روم ، سوئیس او د سویډن په سټکهلم کې ترسره شوي دي.

بهر کې تر ټولو ستر احتجاج ټورنټو کې شوی چې پولیسو بي بي سي ته ویلي ۵۰ زره کسانو پکې ګډون کړی و.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ایران کې د مهسا امیني د مړینې پر ضد د مظاهرو له پیلېدو پنځلس ورځې اوړي. په دې موده کې نه یوازې دا چې د دغو غونډو او احتجاجونو د بندېدو څرک نه لیدل کېږي، بلکې له ایران په شریکېدونکو انځورونو کې ښکاري، چې له ورځ بلې ته په پراخېدو دي.

ګڼو ښارونو کې د ایراني ځواکونو له زور زیاتي او تاوتریخوالي سره سره لاریون کوونکو امنیتي ځواکونه وارخطا کړي دي.

د شنبې په ورځ د تهران په مرکز کې مظاهره چیانو د پلازمینې تهران په زړه کې د جمهوري اسلامي واټ، چې یو له مهمو سوداګریزو سیمو څخه بلل کیږي، بند کړی.