د ایران په مظاهرو کې 'نهه اروپایان' نیول شوي دي

ایران کې د مهسا امیني له مړینې وروسته مظاهرې پيل شوې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ایران کې د مهسا امیني له مړینې وروسته مظاهرې پيل شوې
    • Author, سام هنکوک
    • دنده, بي بي سي

د ایران په هغو مظاهرو کې چې د پولیسو توقیف کې د یوې ښځې له مړینې وروسته پیل شوې، تر اوسه نهه اروپايي وګړي نیول شوي دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، څارګرو ادارو دا خلک (د بهرنیو جاسوسانو) یا له مظاهرو نیولي او یا یې هم د ''پردې تر شا '' د دې مظاهرو په تړاو نیولي دي. بل لور په دې مظاهرو کې د کمي نښې، نښانې نه لېدل کېږي او د مړینې شمېر هم په زیاتېدو دی.

دغه مظاهرې په پلازمېنه تهران کې د اخلاقي امنیت پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې کرد نژادې ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل او د ایران لر او بر ته خپرې شوې.

د ایران استخباراتو وزارت وايي، چې د دې مظاهرو په تړاو نیول شوي اروپایان د پولنډ، سویډن، جرمني، ایټالیا، فرانسې او هالنډ اوسېدونکي دي.

د دې وزارت چارواکو په خبره جرمني، فرانسه، بریتانیا او سویډن هغه هېوادونه دي چې په ایران کې یې سفارتونو ته په حکومت ضد مظاهرو کې د ''جاسوسانو '' ښکېلتیا په هکله خبرداری ورکړل شوی و.

دغه چارواکي ادعا کوي چې له مظاهرو مخکې او دغه راز د مظاهرو په ترڅ کې د مظاهرو لپاره د خلکو چمتو کولو یا همغږي کولو ځینې نورې توطئې هم شوې چې انټرنېټي بریدونه او د بي بي سي فارسي څانګې او ایران انټرنېشنل په څېر غیر دولتي رسنیو لخوا ''د مظاهرو په پلوۍ د جعلي خبرونو '' خپرول هم پکې شامل دي.

اغلې امیني د پولیسو په توقیف کې له بیهوشۍ وروسته په روغتون کې مړه شوه. د نوموړې کورنۍ وايي، باور یې دا دی چې پولیسو نوموړې وهلې، ټکولې، خو پولیس بیا له تشدد کولو انکار کوي او په وینا یې نوموړې د زړه ناڅاپي حملې له کبله مړه شوې.

د ایران بشري حقونو په نامه ډله چې په ناروې کې مرکز لري، په یوه ټویټر پیغام کې اټکل کوي چې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شویو مظاهرو کې د ماشومانو په ګډون د ۸۳ کسان وژل کېدل تایید شوي دي.