د ایران ولسمشر د مهسا امیني د مړینې قضیې د څېړلو سپارښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې د پولیسو په توقیف کې د یوې ښځې د مړینې پېښه باید وڅېړل شي.
ښاغلی ریيسی دا خبره داسې مهال کوي چې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې په ایران کې پراخ لاریونونه شوي.
د ایران ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې پر لویدیځ تور پورې کړ چې ګواکې د مهسا امیني قضیې په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې او د خلکو تر منځ "نفاق" رامنځ ته کوي.
۲۲ کلنه مهسا امیني په اصل کې کوردۍ مېرمن وه، تېره اوونۍ د حجاب نه مراعتولو له کبله د ایران اخلاقي امنیت پولیسو ونیوله چې وروسته د جمعې په ورځ په روغتون کې مړه شوه.
د دې پېښې په غبرګون کې ایرانیانو د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې اعتراضونه پیل کړل او وروسته په تاوتریخوالي واوښتل چې تر اوسه پکې د ۲۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ښاغلي رییسي که یو خوا د دې پېښې د څېړلو سپارښتنه کړې نو بلخوا یې د دولت هغه خبره تکرار کړې چې ګواکې مهسا امیني وهل او ټکول شوې نه ده.
امریکا د ایران پر اخلاقي امنیت پولیسو بندیزونه لګولي

د عکس سرچینه، MAHSA AMINI FAMILY
د ایران پولیسو ویلي هغه "ناڅاپه د زړه درېدو" له کبله مړه شوې. خو اعتراض کوونکي دا خبره ردوي او د هغې د نیول کېدو د صحنې خپرو شویو ویډیوګانو ته په اشارې سره وايي چې هغه پولیسو په کوتک پر سر وهلې او موټر کې په زور د سپرولو پر مهال یې هم سر د دروازې پر څنډه وهل شوی دی.
د ایران ولسمشر همدا راز لاریونکوونکو ته خبرداری ورکړی چې د "ګډوډۍ جوړولو عمل" ورته د منلو نه دی.
هغه لویديځوال پر "دوه مخي توب" تورن کړل چې په انګلستان او امریکا کې پولیس خپل خلک وژني او وايي، "موږ وینو چې هره ورځ د امریکا په ګډون په بېلا بېلو هېوادونو کې ښځې او سړي د پولیسو په توقیف کې مري خو هلته د دې تاوتریخوالي په اړه هېڅ حساسیت نه شته."
د ښاغلي رییسي دا غبرګون له هغه څو ساعته وروسته راځي چې امریکا ویلي، د ایران اخلاقي امنیت پولیسو باندې بندیزونه لګوي.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، په ایران کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د لاريونوالو حقونو ته د نه درناوي له کبله دغه بندیزونه لګوي.
په همدې حال کې د ایران انقلابي ګارد، چې د دغه هېواد له مشر ایت الله علي خامنه يي سره نږدې اړیکې لري، د لاریونونو د مخنیوي په هڅو کې پر قضايي برخې غږ کړی، "د دروغجنو خبرونو او اوازو خپروونکي" دې ونیسي.
د ایران له بېلا بېلو سیمو د اعتراض کوونکو د نیول کېدو خبرونه ورکړل شوي.
دغه ګارد همدا راز د مهسا امیني له کورنۍ سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.
په ایران کې د دې مېرمنې په ملاتړ لاریونونه اوس شاوخوا اتیا ښارونو او کلیو ته رسېدلي دي.
یوه کس بي بي سي ته ویلي چې د دوی مالت د جګړې ډګر ته ورته شوی دی.









