ایراني ولسمشر له خبریالې وغوښتل ټیکری پر سر کړي؛ سي اېن اېن مرکه لغوه کړه

امانپور

د عکس سرچینه، Christiane Amanpour

د عکس تشریح، مهشورې خبریالې کرستیان امانپور د ټيکري پرسرولو له غوښتنې وروسته مرکه لغوه کړه.

د سي این این خبري شبکې مشهورې خبریالې کرستیان امانپور له هغه وروسته په نیویارک کې له ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي سره مرکه لغوه کړه، چې نوموړي وویل، د لیدنې پر مهال باید اغلې امانپور ټیکری پر سر کړي.

اغلې امانپور وايي، له دې مخکې هېڅ یوه ولسمشر له ایرانه بهر د مرکې پر مهال داسې غوښتنه نه وه کړې. دا وايي، د رئیسي یوه سلاکار ورته ویلي، دا غوښتنه 'په ایران کې وضعیت ته په کتو سره ' شوې ده.

د یادونې ده، چې د ایران اخلاقي امنیت پولیسو په توقیف کې د یوې ۲۲ کلنې ښځې له مړینې وروسته په دې هېواد کې سخت احتجاجونه روان دي.

مهسا امیني تېره اونۍ له نیول کېدو وروسته بیهوښه شوه او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

رپوټونو کې ویل کېږي، پولیسو لومړی د نوموړې پر سر د کوتک ګوزار کړی او بیا سر له خپل یوه موټر سره جنګولی، خو پولیس بیا وايي، د هېڅ ډول زور زیاتي ثبوت نه شته او پر مهسا امیني 'ناڅاپه د زړه حمله راغله. '

د دې پېښې پر ضد احتجاجونه اوس پر اوومه ورځ د ایران ۸۰ ښارونو او ښارګوټو ته رسېدلي او تر اوسه پکې د ۱۷ کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

بل لور د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ګډون لپاره امریکا ته د ورغلی ابراهیم رئیسي لپاره به دغه هېواد کې دا لومړنۍ مرکه وه، چې و نه شوه.

اغلې امانپور وايي، د مرکې لپاره چمتو وه، چې د ولسمشر رئيسي یوه سلاکار ورته وویل، د ولسمشر غوښتنه ده، چې باید د دې ویښته پټ وي.

نوموړې پر خواله رسنۍ ټویټر په دې هکله یوه پیغام کې وویل: ''موږ په نیویارک کې یو او دلته د ټیکري پرسرولو په هکله هېڅ ډول قانون یا دود نه شته. ''

د نوموړې په وینا د رئیسي سلاکار په غوڅ ډول ویلي و، چې که سر پټ نه کړي، دا مرکه نه کېږي، ځکه په وینا یې دا د ''درناوي موضوع ده. ' د هغې په وینا د دې د ټیم غړو له دې کبله له مرکې انکار وکړ، چې په وینا یې ''یو بې ساری او داسې شرط ورته ایښوول شوی چې تمه یې نه کېده. ''

امریکایۍ خبریالې وروسته خپل یو داسې انځور خپور کړ، چې دا پکې هغې تشې څوکۍ ته مخامخ سرتوره ناسته ده، چې د مرکې کېدو په صورت کې به ابراهیم رئیسي پرې کېناست.

ابراهیم رئیسي تېر کال د ایران ولسمشر وټاکل شو او په تېر اګست کې یې د یو لړ نویو محدودیتونو امر لاسلیک کړ.