اوکرایین جګړه؛ پوتین وايي، ځوابي بریدونه به د روسیې پلانونه بدل نه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایلسا مایشمن
- دنده, بي بي سي
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، د اوکراییني ځواکونو ځوابي بریدونه به د روسیې پلانونه بدل نه کړي.
له هغه راهیسې چې اوکراییني ځواکونو له روسیانو د اوکرایین یو شمېر نیول شوې سیمې ازادې کړې دي، دا لومړی ځل دی، چې ښاغلي پوتین پر دې موضوع خبرې وکړې.
اوکراییني ځواکونه وايي، په شمال ختیځ خارکایېف سیمه کې یې له روسي ځواکونو اته زره مربع کیلومتره سیمه بېرته نیولې ده. خو ولسمشر پوتین وايي، بېړه نه لري او په وینا یې د اوکرایین په دونباس سیمه کې یې پوځي یرغل پر سمه لار روان دی.
نوموړي زیاته کړه، چې روسیې تر اوسه پورې بشپړ پوځي ځواک نه دی پلی کړی. ښاغلي پوتین په ازبکستان کې له یوې غونډې وروسته وویل: ''په دونباس کې زموږ یرغلیز عملیات نه دي تم شوي. دوی پرمخ ځي. نه یوازې دا چې دوی چټک پرمختګ کوي، بلکې لا زیاتې سیمې نیسي. ''
روسي ځواکونو د اوکرایین په ختیځ کې دونباس صنعتي سیمه په ځانګړې توګه په نښه کړې، چې د ښاغلي پوتین په خبره دوی غواړي د دې سیمې روسي ژبي اوسېدونکي له توکمیزې ډلوژنې وژغوري.
د دونباس ځینې سیمې له ۲۰۱۴ کال راهیسې روسي پلوه بېلتونپالو نیولې دي. د یادونې ده، چې خارکایېف سیمه چې اوکراییني ځواکونو پکې وروستي ځوابي بریدونه کړي، د دونباس برخه نه دي.
بل لور د جمعې پر ورځ خپله وینا کې ولادیمر پوتین ګواښ وکړ، چې په اوکرایین کې د روسي ځواکونو یوازې یوه برخه جګړه کوي او ګواښ یې وکړ، که د اوکراییني ځواکونو بریدونه دوام وکړي، ''لا زیات جدي '' غبرګون به وښيي. نوموړي زیاته کړه:
''زه یې باید تاسې ته یاده کړم، چې د روسيې ټول پوځیان جګړه نه کوي... یوازې مسلکي پوځیان جګړه کوي. ''
لومړي سر کې روسي چارواکو نه منله چې اوکرایین ته یې د لازمي پوځي خدمت سرتېري لېږلي دي، خو وروسته داسې قضیې برالا شوې، چې دا ډول ځینې سرتېري د قرارداد لاسلیکولو ته اړایستل شوي یا د جنګي بندیانو په توګه نیول شوي دي.
روسیې تر اوسه په اوکرایین کې رسماً جګړه نه ده اعلان کړې او د (ځانګړو پوځي عملیاتو) په نامه یې یادوي. خو له وروستیو ناکامیو وروسته د کریملین یو شمېر پلویانو د نورو پوځونو پلي کولو غوښتنه کړې.
په دا وروستیو کې یوه افشا شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې روسیان شخصي پوځي ډلګیو کې د تورنو کسانو شاملولو هڅه کوي او دې سره معلومېږي چې روسیه د داسې سړیو په موندلو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، چې غواړي جګړه وکړي.








