پاکستان کې سېلابونه؛ له ۹۰۰ ډېر کسان مړه شوي، نژدې درې میلیونه کسان اغېزمن شوي دي

سیلاب

د عکس سرچینه، SHAHID SAEED MIRZA

پاکستان کې چارواکي وايي، د سږکال پشکال غیر عادي ګڼو بارانونو او سیلابونو له کبله تېرو دوو نیمو میاشتو کې له ۹۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د بېړنیو مرستو ادارې این ډي ایم مسوولین وايي، د دې هېواد په ۱۱۶ سیمو کې د سر او مال زیانونو تر څنګ نژدې پنځه سوه زره کورونو او نورو ودانیو ته زیان رسېدلی او په کلیوالو سیمو کې نژدې ۷ سوه زره څاروي په سیلابونو کې لاهو شوي دي.

تر ټولو ډېر زیان په بلوچستان ایالت کې اوښتی، او د چارواکو په وینا په دې ایالت کې ۲۲ لکه خلک له سیلابونو اغېزمن شوي دي.

د سند ايالت اعلی وزیر سيد مراد علي شاه وايي، د وروستيو بارانونو او سېلابونو له کبله د دغه ايالت له ۹۰ سلنه زيات فصلونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته مراد علي شاه وویل: "سېلابونو ۲۳ ولسوالۍ او ۵۱۸۱ کلي زیانمن کړي خو دا چې څومره مالي زیان اوښتی اوس یې اټکل هم نه شو کولی."

نوموړی وايي چې اغېزمنو کسانو ته حکومت ان د خیمې ورکولو توان نه لري.

پنجاب

ښاغلي علي شاه وويل، د سند حکومت ٤٦ زره خيمې لرلې چې په زیانمنو یې ویشلې دي خو لس زره نورو خیمو ته هم اړتیا لرو.

نوموړی وايي، سند ایالت کې د ٢٠١٠ کال د سېلابونو او د ٢٠١١ کال د توباني بارانونو پرتله سږ کال حالت ډېر خرابه دی او په دې ایالت کې له دې مخکې وضعیت دومره نه و خراب شوی.

د سند اعلی وزير وويل چې له مرکزي حکومته یې د مرستې غوښتنه کړې او لومړي وزیر شهباز شریف ورسره ژمنه کړې چي دې سختو حالاتو کې به سند یوازې نه پریږدي.

په ټول هېواد کې له ۸۰۰ څخه ډېر انسانان وژل شوي

لاڑکانہ

د عکس سرچینه، WAQAR HUSSAIN/EPA-EFE/REX/Shutterstock

پاکستان کې د ۲۰۲۲ کال پشکال يا مونسون د تېر کلونو پرتله اوږد او ویجاړونکی و، چې په ټول هېواد کې د سېلابونو لامل شو.

له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې د جون له ۱۴مې راهیسې دا اداره او اړوند حکومتي مسولین له دې طبعي پېښو سره په مبارزه بوخت دي، دې موده کې لږ تر لږه ۸۳۰ کسان وژل شوي او ټول هېواد کې ۱۱۶ ولسوالۍ زیانمنې شوې دي.

همدارنګه سېلابونو او بارانونو له څلور لکو نه زيات کورونه او ودانۍ زيانمنې کړې دي او په کليوالو سيمو کې له اوو لکو نه زيات څاروي هم له منځه وړي دي.

د سېلابونو او بارانونو له وجې تر ټولو ډېر ځپل شوي ایالتونه بلوچستان، خيبرپښتونخوا او سند دي.

د بلوچستان ۳۴ او د خيبر پښتونخوا ۳۳ ولسوالۍ د سېلابونو له وجې اغېزمنې شوې دي، او د سند ۲۳ ولسوالۍ ځپل شوې .