د پاکستان سند ایالت کې محکمې د شرابو پر پلور بندیز لګولی

سند

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، سند پولیس وايي، د محکمې له امر وروسته یې د صوبې په ګڼو کې ښارونو کې د شرابو پلورنځایونه تړلي

د پاکستان سند ایالتي سترې محکمې په ټوله صوبه کې د شرابو پر پلور بندیز لګولی.

یوه ځايي چارواکي غلام مصطفی مهیسر محکمې ته ویلي، چې په صوبه کې د شرابو ۲۱ عمده پلورونکي دي، چې پلورنځیونو، هوټلونو او میلمستیاوو ته شراب پلوري.

نوموړي د هغه ټول بهیر په اړه محکمې ته معلومات ورکړل، چې څنګه دغه شراب د ګمرک چارواکو تر څارنې لاندې له کارخانو تر پلورنځیونو پورې رسېږي.

سند

د عکس سرچینه، AAMIR QURESHI

د عکس تشریح، چارواکو محکمې ته د شرابو پلور د بهیر په اړه معلومات ورکړل

وروسته محکمې د پاکستاني عیسویانو، سکانو او هندوانو له استازو وپوښتل، چې د دوی په مذهبي مراسمو کې د شرابو څښاک اجازه شته که نه، د استازو ځواب دا و، چې د دوی مذهبونو کې داسې هېڅ اجازه نه شته، بلکې دغه سوداګرۍ چې د دوی په نوم کېږي، د دوی بدنامولو یوه توطیه ده.

له هغه وروسته د سند سترې محکمې مشر سجاد علي شاه امر وکړ، چې ټولې شراب خانې باید سملاسي وتړل شي او دروازې سره یې دوه پولیسان وګومارل شي. محکمې دغه راز امر وکړ، چې د یوې نوې تګلارې له جوړولو وروسته د جواز ورکولو بهیر باید له سره پیل شي.

د محکمې له امر وروسته پولیس چارواکو ویلي، چې د سند په ټنډو محمد خان، مټیاري، عمرکوټ، جام شورو، حیدراباد او نورو ښارونو کې یې د شرابو پلورنځایونه تړلي دي.

له دې مخکې د سند ګمرکونو چارواکو محکمې ته ویلي و، چې ټول ایالت کې د شرابو ۱۵۹ پلورنځایونه دي، چې ډېری یې مرکزي ښار کراچۍ کې دي او وايي، دغه پلورنځایونه یوازې غیر مسلمانانو ته شراب پلوري.

سند

د عکس سرچینه، AAMIR QURESHI

د عکس تشریح، د لږکیو استازي وايي، پاکستاني مسلمان د دوی په نوم د شرابو پېر او پلور کاروبار کوي

دې سره هممهاله د هندوانو او عیسویانو دوو ټولنو استازو اتم پرکاش او سلیم مایکل په یوه ګډه عریضه کې له محکمې غوښتنه کړې وه، چې د دوی مذهبونه د شرابو څښلو یا پېر او پلور اجازه نه ورکوي او له دې کبله باید د دغو لږکیو په نوم د شرابو پلور مخنیوی وشي.

دوی په خپله عریضه کې ویلي، چې که مسلمان شراب څښي په دوی پورې اړه نه لري، خو دوی باید بدنام نه کړي.

د دوی په وینا په دولتي دندو کې دغو لږکیو ته یوازې پنځه سلنه ونډه ورکول کېږي، خو وايي د شرابو ټول کړه وړه د دوی په نوم تر سره کېږي.

دا وروستیو کې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند کراچۍ کې د شرابو پلورنځایونو تړلو لپاره یو کمپاین پیل کړی او د ښار په یو شمېر برخو کې یې بنرونه ځړولي دي.