د سند هديره

د ویډیو تشریح، د سند هديره

سند کې د مکلي هديره نژدې څلور پېړۍ عمر لري، اوس يې پر رغولو کار پيل شوی، چې ځينو پرې نيوکې کړې دي. د هديرې نيمې برخې پخوانۍ ډبرې بدلې شوې، او پر ځای يې نوې لګول شوې دي. کارپوهان نيوکې کوي چې د څلورو پېړيو دا تاريخي پاتې شوني زيانمنېږي.