تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ژوندۍ بڼه د عمران خان د ويناو په خپرولو بنديز اعلان شو
پاکستان کې د برېښنايي رسنیو د مقرراتو تنظیم ادارې 'پیمرا' په لایف یا ژوندۍ بڼه د دغه هېواد پر رسینو د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د ویناو پر خپرېدو بندیز اعلان کړ.
پیمرا په دې تړاو یو مفصله اطلاعیه خپره کړې او عمران خان یې تورن کړی چې ګوندې کرکه خپروي او امنیت خرابوي.
د یادونې ده چې عمران تېره شپه اسلام اباد کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د ده د تحریک انصاف ګوند له یوه مشر "شهباز ګل" سره د زور زیاتي د ادعاو یادونه وکړه او د پلازمېنې اسلام اباد د پولیسو او قضا خلاف یې سترې محکمې ته د عریضې ګواښ وکړ.
هغه ویلي و چې "شهباز ګل سره یې د دې لپار زور زیاتی کړی چې وښيي موږ له قانون پورته یو. موږ چې څه وغواړو کولی یې شو - دا د وېرولو هڅه ده چې ټول یې وګوري او وډارېږي."
عمران خان دې جلسه کې پوځ ته هم په اشارې ویلي و چې ورته ووايي چې ایا واقعآ بې طرفه دی که څنګه.
اوس د پیمرا اطلاعیه ویل شوي چې ګوندې عمران خان په خپلو توندو څرګندونو سره پر دولتي ادارو بې بنسټه تورونه پورې کوي او کرکه خپروي.
دې ادارې دا ډول ویناوې د ۱۹مې مادې خلاف بللې.
پیمرا د بېلګې په توګه د عمران خان د شنبې شپې د وینا ځینې برخې هم راخیستي، چې هغه پکې پولیس او قضايي چارواکي مخاطب کړي او ورته ویلي یې دي چې د دوی خلاف به ستره محکمه کې دوسیه پرانیزي.