د پاکستان سیاسي کړکېچ؛ حکومت د عمران خان مذاکراتي کمېټې سره ونه لیدل

پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند له حکومت سره د خبرو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې وه او ټاکل شوې وه چې ورسره به پر روانو سیاسي ناندریو خبرې کوي. خو د واکمن مسلم لیګ [ن] ګوند او د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی ایاز صادق چارشنبه ماښآم وویل، دا خبرې ونشوې.

ښاغلي صادق رسنیو ته د خبرو پر مهال وویل چې، د مارګلې سړک د تړل کېدو له کبله په وخت د خبرو اترو مېز ته ونه رسېدل.

د یادولو ده چې د پاکستان سترې محکمې هم حکومت او د انصاف ګوند مشرانو ته سپارښتنه کړې وه چې د عمران خان د لاریون په اړه دې د شپې لس بجې خبرې سره وکړي.

ایاز صادق ویلي چې دوی هڅه وکړه خو د انصاف ګوند وکیل له دوی سره له ټلیفوني خبرو ډډه وکړه نو ځکه اوس د اعتراض په ډول ستنېږي.

په اسلام اباد کې د عمران خان په ملاتړ راوتلیو لاریونوالو باندې پولیسو ډزې کړې دي او ځینې کسان یې نېولي هم دي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پر سړکونو د ځايي وخت مازدېګر تر څلورو بجو وضعیت عادي ښکارېده خو تر څلورو بجو وروسته په بلیو ایریا سیمه کې د پنجاب او اسلام اباد پولیسو ډزې پیل کړې. د رپوټونو له مخې، پولیسو دا کار د انصاف ګوند ځینو غړو د تیت و پرک کولو لپاره کړی دی. خو پولیس لېدل شوي چې د عمران خان په ملاتړ ځینې راوتلي کسان یې نېولي او له ځانه سره بېولي دي.

د اسلام اباد جي‌ ټي روډ او ځينې نور سړکونه اوس په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي‌ او د پولیسو شمېر هم پر واټونو ډېر شوی دی.

خلک اوس پر لارو کوڅو د اېښودل شویو کانټېنرونو له کبله پر لوړو ژورو لارو تګ ته مجبور شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د پېښور او اسلام اباد تر منځ د غځېدلې لویې لارې له ولي انټرچېنج سیمې د حکومت پر ضد د حقیقي ازادي په نامه لاریون پیل کړی دی. نوموړی تر دې ځایه په چورلکه کې ورسېد. عمران خان په یوه لارۍ کې پر کانټینر ولاړ دی او سلګونه پلویان یې تر څنګ د اسلام اباد پر لور لاریون کوي.

هلته بیا د انصاف ګوند وکیل بابر اعوان د دغه هېواد سترې محکمې ته ویلي چې مخکیني لومړي وزیر عمران خان له حکومت سره د خبرو لپاره یوه ډله ټاکلې ده. سترې محکمې ویلي چې اوسني لومړي وزیر شهباز شریف هم د وزیرانو د یوې ډلې د جوړېدو ویلي دي.

سترې محکمې د انصاف ګوند له وکیل غوښتي چې له خپلو مشرانو وپوښتي، اعتراض به یې تر کله روان وي؟ ښاغلي اعوان یې په ځواب کې ورته ویلي چې تر څو یې د نویو ټاکنو غوښتنه نه وي منل شوې، دوی به په شا نشي.

عمران خان هم ویلي چې د ټاکنو په اړه به هېڅ ډول معامله نه کېږي او تر هغه به اسلام اباد پرې نږدي چې دا غوښتنه یې نه وي منل شوې.

بلخوا د پاکستان د اوسني حکومت ځینو چارواکیو عمران خان ته پېغورونه ورکړي چې د ملاتړو شمېر یې کم دی او پوښتلی یې دی چې اوس یې دوه میلیونه پلویان چیرې دي؟

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د عمران خان د ګوند د یوه چارواکي فواد چودري په یادولو سره لیکلي، "د تازه مالوماتو له مخې اوسمهال فواد چودري له سلو-یونیم سلو کسانو سره اسلام اباد ته روان دی. او هلته له دوو -درو سوو کسانو جوړ انقلابي عوام یې په لاهور کې له پولیسو سره پټپټوڼي کوي".

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو وزیرې مریم نواز ویلي، د عمران خان جلسه چې ناکامه شوه نو د "خوندي تېښتې" په هڅه کې وو او اوس یې د اعتراض پر ځای له حکومت سره د خبرو وړانديز کړی دی.

د یادولو ده چې د پاکستان حکومت ویلي، د عمران خان هېڅ غوښتنه به ونه مني.

د اسلام اباد پر لور د عمران خان لاریون پیل شو؛ د پلازمېنې مهمې لارې تړل شوې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړ. نوموړي مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې چې د ده پر ټویټر پاڼه خپور شوی خپلو پلویانو ته ویلي و چې اوسمهال پېښور کې دی او د لاریون پیلولو لپاره د پېښور- اسلام اباد تر منځ د غځېدلې لویې لارې په اوږدو کې د ولي انټرچېنج په نوم ځای ته روانېږي.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، عمران خان لاریون به د اټک پله پر سر له ننګونې سره مخامخ وي، ځکه پولیسو اسلام اباد ته غځېدلې لار په کانټینرونو تړلې ده.

د بي بي سي یو بل خبریال بلال احمد وايي، پولیسو د اباسین پر سر د دې پله اوږدو کې ماتې ښیښې هم شیندلې دي، چې چلوونکي خپل موټر کانټینرونو ته له رسولو مخکې ودروي. د یادونې ده، چې پاکستان حکومت وايي، نوموړي ته به پلازمېنې ته د ورتلو اجازه ورنکړي او مخه به یې ونیسي.

پلازمېنې اسلام اباد ته تلونکې او راتلونکې لارې ټولې لارې تړل شوې دي.

له هغه وروسته چې حکومت وویل د عمران خان تحریک انصاف ګوند ته به د پلازمېنې په سرینګر های وې سیمه کې د احتجاج اجازه ور نه کړي، ښاغلي خان وویل، ډي چوک یا څلور لارې ته به د غونډې لپاره لاړ شي.

ډي چوک یا څلور لارې د پلازمېنې هغه مهمه سیمه ده، چې د پاکستان پارلمان ودانۍ، لومړي وزیر دفتر، ولسمشرۍ ماڼۍ او پاکستان سترې محکمې ودانۍ د همدې څلور لارې په شاوخوا کې موقعیت لري.

د اسلام اباد دوو مهمو لویو لارو جناح ایونیو او شاهراه دستور په سر کې دا څلور لارې له دې کبله هم مهم ځای بلل کېږي چې دې ته نژدې ډېری بهرني سفارتونه هم موقعیت لري.

بلې خواته د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګ زیب بیا د ښاغلي خان تردې خبري غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د نوموړي لاریون ته د "خوني لاریون" نوم ورکړ او زیاته يې کړه، هېڅ یو جمهوري حکومت به دغه ډول لاریون ته اجازه ورنه کړي.

په پاکستان کې دغه سیاسي تاوتریخوالی په داسې حال کې یو ځل بیا د زیاتېدو پر لور روان دی، چې د دغه هېواد اقتصاد یو تر بلې ورځ مخ پر ځوړ دی او د چارو کارپوهان دغه سیاسي ګډوډي ددغه مخ پر ځوړ اقتصاد لپاره پر اور د تېلو پاشلو ته ورته بولي.