عمران خان خپلو پلویانو ته: د اسلام اباد پر لور د "ازادۍ لاریون" ته چمتووالی ونیسئ

د پاکستان مخکني‌ لومړي وزیر عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اسلام اباد پر لور یوه پراخ لاریون ته تابیا ونیسي.

هغه دغه لاریون ته د "رښتینې ازادۍ" د لاریون نوم ورکړی.‌

عمران خان په ځايي وخت تېره شپه اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته یو ځل بیا خپله دا ادعا تکرار کړې چې د بهرنۍ دسیسي پایله کې له واکه ګوښه کړل شوی.

هغه ویلي د پاکستان خلاف دومره ستره دسیسه شوې نو د دغه هېواد سترې محکمې ته په کار ده چې په دې اړه څېړنې وکړي.‌

نوموړي وویل که د پاکستان ادارې اوس د دغه هېواد د حاکمیت او ازادۍ ل‍پاره ونه درېږي،‌ نو د پاکستاني ماشومانو راتلونکې به هم خطر سره مخ وي.

د پاکستان مخکني لومړي وزیر دلته دا ادعا هم وکړه چې د دغه هېواد د ملي امنیت وروستۍ غونډې هم د ده په مشرۍ د ملي امنیت د ترسره شوې ناستې خبرې تایید کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت ناسته کې ویل شوي چې د عمران حکومت نسکورېدو تر شا هېڅ بهرنۍ دسیسه نه وه.

مخکني لومړي وزیر د اسلام اباد پر لور د دغه رابلل شوي لاریون نېټه اعلان نه کړه، خو ویلي یې دي‌ چې ژر به دغه لاریون راوبولي.‌

د هغه تر خبرو وروسته د پاکستان د قامي اسمبلۍ مخکني مرستیال مشر قاسم خان سوري پر خپل ټویتر ولیکل چې له بلوچستان څخه یې اسلام اباد ته د "ازادۍ لاریون" چمتووالی پیل کړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر خپل وروستي خبري کنفرانس کې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د مشر استعفا هم وغوښته.‌

عمران خان تور پورې کړ چې ګوندې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مشر بې طرفه نه دی او "ټولې پرېکړې" د دوی خلاف کوي.

نوموړي وویل دا چې دوی د ټاکنو کمېسیون پر مشرتابه باور نه لري، نو په کار ده چې هغه استعفا وکړي.‌