تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د اپوزيسیون تحريک بريالی؛ عمران خان له واکه لېرې کړل شو
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد ۱۷۴ غړو د نه باور رایه ورکړه. دغه بهیر چې څو ځله مخکې ځنډېدلی و.
دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د يوه لومړي وزير پر ضد د نه باور رايې تحرک بريالی کېږي.
د ملي شورا شاوخوا ټینګ امنیتيګامونه اخیستل شوي او پولیس هر ځای لېدل کېږي.
دا مهال تازه خبرونه ښيي چې عمران خان د لومړي وزير له دفتره وتلی او په بني ګاله کې خپل شخصي استوګنځي ته تللی دی.
په همدې وخت کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ مشر اسد قيصر له خپلې دنده استعفا کړې. له دې وروسته به د مسلم ليګ نواز ګوند ایاز صادق د قامي اسمبلي مشري پر غاړه وړي.
اسد قيصر وويل: "ځمکنيو حقايقو او پېښو ته په کتو مې پرېکړه وکړه ما ته چې کوم اسناد را رسېدلي، زه به د اپوزسيون له مشر غوښتنه وکړم چې دا زما په دفتر کې وي، زه به يې سترې محکمې ته واستوم، اړتيا ده چې د دې هېواد د حاکميت لپاره ودرېږو او ما پرېکړه وکړه چې زه نور د قامي اسمبلۍ د مشر پر دنده نشم پاتې کېدی".
قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون غړي تور پورې کاوه، چې د تحریک انصاف ګوند وکیلان د رایې اچونې مخنیوي لپاره وخت ضایع کوي.
قامي اسمبلۍ به اوس نوی لومړی وزیر ټاکي.
نوی لومړی وزیر به د ۲۰۲۳ کال تر اوکټوبره تر هغې چې راتلونکې ټاکنې نه وې شوي، په واک پاتې کېدای شي.
د پاکستان سترې محکمې پر پنجشنبه پرېکړه وکړه چې ۶۹ کلن عمران خان د اساسي قانون خلاف د نه باور رایې د مخنیوي لپاره پارلمان لغوه کړی و.
د ښاغلي خان همدې پرېکړه په ملي شورا کې سیاسي مخالفان ډېر قهرولي وو.
د پاکستان د کرېکټ دغه پخوانی ملي لوبغاړی په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسېد او ژمنه یې کړې وه چې فساد به له منځه وړي او د پاکستان اقتصاد به رغوي.
خو مخالفان یې وايي چې عمران خان په کړو ژمنو کې پاتې راغلی و. د تېر میاشتې په پای کې د نوموړي ځینې پارلماني غړو د هغه له ملاتړه لاس واخیست او ښاغلی خان یې په قامي اسمبلۍ کې له اکثریت محروم کړ.
ښاغلي خان بیا بیا تور پورې کاوه چې سیاسي مخالفانو د بهرنیانو په مرسته له واک له لرې کېدل غوښتل. عمران دا ادعا هم کوله چې امریکا له دې امله د نوموړي د لرې کېدو هڅه کوله چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل په مقابل کې یې د واشنګټن ملاتړ نه و کړی.
امریکا د هغه خبرې په کلکه رد کړې دي.
پر شنبه څه وشول؟
اسمبلۍ کې د اپوزېسیون ګوندونو غړي په پرله پسې ډول ټینګار کاوه چې ژر تر ژره دې رایې واچول شي.
د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند غړي اندېښنه ښيي چې ګوندې د رایې اچونې مخنیوي لپاره د وخت ضایع کېدو هڅې روانې دي.
د واکمن تحریک انصاف ګوند وکیلان د خپلې دې ادعا په تکرار اوږدې ویناوې کوي، چې د لومړي وزیر د ګوښه کېدو لپاره نړیواله توطیه روانه ده.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو په خپل ټویټر لیکلي چې قامي اسمبلۍ کې بحثونه غیرقانوني دي، او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف بیا وايي تحریک انصاف ګوند راېې اچونې ته د اجازه په نه ورکولو سره د سترې محکمې د پرېکړې سپکاوی کوي.
له دې سره عمران خان شنبه د شپې پر ۹ بجو یو ځل بیا د مرکزي کابینې غونډه وربللې ده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ نن ګهیځ له ځايي وخت سره سم نژدې لس نیمې بجې د دې هېواد د سترې محکمې د حکم له مخې غونډه پیل کړه.
د قامي اسمبلۍ یا جرګې مشر اسد قیصر د نننۍ غونډې مشري کوي.
په اسمبلۍ کې د اپوزېسیون ګوندونو ګڼ شمېر پارلمان غړو برخه اخیستي، خو د حکومتي وکیلانو څوکۍ په ظاهره تشې ولیدل شوې.
د قامي اسمبلۍ مشر غونډې ته وویل، د سترې محکمې له پرېکړې سره سم به د پارلمان غونډه پر مخ ځي. نوموړی وايي، هغسې چې د نړیوالې توطئې خبره راپورته شوې، اسمبلۍ به پرې خبرې کوي.
خو په اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر میا محمد شهباز شریف وویل، د محکمې له امر سره سم باید پارلمان مشر د بې باورۍ تحریک لپاره رایې اخیستنه پيل کړي.
غونډې ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وینا په ترڅ کې د اپوزېسیون پارلمان غړو له لوري غږونه پورته شول او له هغه وروسته د اسمبلۍ مشر اسد قیصر تر ۱۲ نیمو بجو د غونډې ځنډولو اعلان وکړ. نوموړي ناڅاپه وویل:
''زه به داسې وکړم، چې تر ۱۲ نیمو بجو پورې به غونډه وځنډوم. ''
د بي بي سي خبریال سکندر کرماني پر ټویټر پاڼه یو تصویر خپور کړی، چې پکې د پاکستان قامی اسمبلۍ ځینې غړي د بنرونو پر چمتو کولو بوخت ښکاري. پر دې بنرونو لیکل شوي دي: ''هغه چې د امریکا یار دی، غدار دی. ''
له یوې اوږدې وقفې وروسته د قامي اسمبلۍ غونډه بیا پیل شوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اپوزېسیون مشرانو ته بلنه ورکړه چې د پاکستان سفیر په شتون کې د تړلو دروازو تر شا هغه لیک وګوري چې د لومړي وزیر عمران خان په وینا د ده حکومت پر ضد د توطئ لړ کې استول شوی دی.
پرون جمعه د غونډې شپږ ماده ییزه اجنډا خپره شوې، چې له مخې یې په نننۍ غونډه کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د بې باورۍ رایې په هکله رایه اچوونه کېږي.
د پاکستان سترې محکمې پنجشنبه ماښام د دغه هېواد پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې قرارداد مخنیوی غیر قانوني وباله اوس داسې برېښي چې دی به واک له لاسه ورکړي.
محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به شنبه عمران خان ته د "نه باور رایې" پروسه کې رایې واچول شي.
عمران خان په وروستۍ وينا کې د ده د بېواکه کولو لپاره د اپوزېسيون ګوندونو له خوا پیل شوې پروسه نړيواله توطيه ياده کړه.
پر لومړي وزیر د بې باورۍ دا قرارداد د اپوزېسيون ګوندونو ائیتلاف لخوا وړاندې شوی دی.
د بي بي سي خبریاله حمیرا کنول وايي، د پارلمان په شاوخوا کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، له مارګله روډ او سرینا څلور لارو لخوا د پارلمان شاوخوا سیمو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.
دې سیمې ته چې ریډ زون بلل کېږي، ټولې غځېدلې لارې په کانتینرونو تړل شوې دي او د پولیسو مرستې لپاره ملېشه ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.
بل لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام پاکستانیانو ته په وینا کې یو ځل بیا تور پورې کړ، چې د حکومت ړنګولو لپاره یې د امریکا له لوري دسیسه چمتو شوې ده.
خو امریکا متحدو ایالتونو د نوموړي تورونه رد کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جلینا پورټر په دې هکله یوې پوښتنې ته چې ښاغلی خان وايي، دوی داسې ثبوتونه لري، چې امریکا د ده حکومت پر ضد د بې باورۍ تحریک هڅولی، وویل: ''زه به په پرېکنده ډول ووایم، چې دا تورونه بې بنسټه دي. ''
نوموړې زیاته کړه: ''موږ د پاکستان سیاسي وضعیت څارو، په پاکستان کې د قانون واکمنۍ ملاتړ کوو، خو دا تورونه رښتیا نه دي. ''
تېره یکشنبه د عمران خان واکمن تحریک انصاف ګوند د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې د 'نه باور رایې' پروسې مخه ونیوه چې ډېر باور کېده، هغه به یې وبایلي.
د نوموړي حکومت له هغې سملاسي وروسته د ولسمشر عارف خان علوي د حکم په مټ قامي اسمبلۍ منحل کړه او له وخته مخکې یې د نویو ټاکنو اعلان وکړ.
خو قهریدلو اپوزېسیون ګوندونو د هېواد له سترې محکمې وغوښتل چې مداخله وکړي او د نه باور قرارداد مخنیوي په هکله له قانوني پلوه پرېکړه وکړي.