عمران خان : نن د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ ده

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر واکمن حکومت تور پورې کړی چې د "نېب په قوانینو کې د بدلون له لارې غواړي خپل ځانونه له حساب کتابه" وژغوري.

نوموړي دا کار د هېواد د ګټو پر خلاف ګڼلی او نننۍ ورځ یې "د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ" بللې. دې سره هم مهاله د امریکايي ډالرو پر وړاندې د کلدارې ارزښت بلې رېکارډ کچې ته لویدلی او د دوشنبې سهار د یو امریکايي ډالر ارزښت څه باندې ۲۱۰ کلدارې وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر واکمن حکومت تور پورې کړی چې د نېب په قوانینو کې د بدلون له لارې غواړي خپل ځانونه له حساب کتابه وژغوري.

نوموړي دا کار د هېواد د ګټو پر خلاف ګڼلی او نننۍ ورځ یې د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ بللې.

ده په خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي: "نن د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ ده چې د بهر پالو بدماشانو حکومت د نېب قانون کې د بدلون له لارې ځان له حسابه وژغوره."

نېب (نشنل اکاونټېبېلېټي بیورو) یا د شفافیت ملي اداره د پاکستان مرکزي حکومت یوه مهمه اداره ګڼل کېږي چې له لارې یې په حکومتي ادارو او پروژو کې د فساد مخنیوي کېږي.

عمران خان وايي د دغې ادارې په قوانینو کې د بدلون له امله به اوس د ګڼو مجرمینو چې حکومتي دندې لری حساب کتاب نه کېږي.

دی زیاتوي: "د نېب ادارې تر تحقیق لاندې له ۱۲۰۰ میلیاردو روپیو یې اوس ۱۱۰۰ مېلیارده د دغې ادارې د تحقیق لا دایرې بهر شوي."

د ګرانۍ او سیاسي کړکېچ پر وړاندې احتجاج

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د ګرانۍ او روان سیاسي کړکېچ پر وړاندې نوي سوله ییز احتجاج لپاره ځانونه چمتو کړي.

ده ویلي، ژر به د نوي احتجاج لپاره نېټه وټاکي او تر هغې به خپلو پلویانو سره یو ځای احتجاجي پرلت کوي چې واکمن حکومت یې د نویو عادلانه ټاکنو غوښتنه نه وي منلي.

ښاغلي خان ویلي: "له کله چې زموږ حکومت پر وړاندې د نه باور رایه بریالۍ شوې، هېواد کې مو د ګرانۍ یو توپان راغلی. زما اندېښنه ده چې ګراني به نوره هم ډېره شي او له امله به یې د ټيټ پوړ خلک چې عاید یې کم دی تر ټولو ډېر وځپل شي."

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند څو اوونۍ وړاندې هم له پېښوره تر اسلام اباده اوږد لاریون کړی وو او له واکمن حکومته یې د نویو ټاکنو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان مسلم لیګ ن په مشرۍ واکمن حکومت چې د ګڼو ګوندونو کسان په کې ونډه لري، په وار وار ویلي چې حکومت به د واک پاتې موده بشپړوي او ټاکنې به څه باندې یو کال وروسته په خپل وخت کېږي.

د پاکستان اقتصادي وضیعت

د دوشبنې په ورځ د راکړې ورکړې بازارونو تر پرانېستو وروسته پاکستانۍ کلدارې د امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت نور هم وبایله.

نن سهار د اسعارو بازار کې یو ډالر په ۲۱۰.۲۵ کلدارو بدلېده چې دې سره له جمعې ورځې راهیسې پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې یوه نیمه روپۍ لویدلې.

صرافان وايي کلدارې پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېدو لوی لامل دا دی چې بانکونو سره د ډالرو کمي ده، داسې حال کې چې تقاضا یې ورځ تر بلې په لوړېدو ده.

پاکستان کې له تېرې څه مودې راهیسې ګراني پرله پسې په زیاتېدو ده.

د خوراکي توکو، تېلو او برېښنا په بیه کې تر ټولو ډېر زیاتوالی راغلی.

اقتصادي شنونکي وايي، د ګرانۍ له امله اوس خلک له پخوا کمې پیسې مصرفوي چې له امله یې په هېواد کې اقتصادي وده په ټپه درېږي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تېلو بیو د زیاتوالي تر څنګ پرېکړه کړې چې د برېښنا بیه هم زیاته کړي.

چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د برېښنا یوه یونټ بیه کې د ۷.۹۱ روپیو زیاتوالی منظور شوی چې د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې به عملي کېږي.‌

مخالفو سیاستوالو او عامو خلکو پر حکومت غږ کړی چې د تېلو، خوراکي توکو او برېښنا بیې کنټرول کړي.