پاکستان کې د عمران خان پلویانو او پولیس تر منځ اخ او ډب

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې د عوامي مسلم لیګ ګوند غړو او پولیسو تر منځ له اخ و ډب شوی. بل لور ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خپلو پلویانو ته ویلي، د نن لپاره له حکومت سره ټکر کولو ته اړتیا نه شته او د نومبرمیاشتې په دویمه نېټه به ارومرو لاریون کوي.

پولیسو د شیخ رشید په مشرۍ د عوامي مسلم لیګ ګوند د یو ځای شویو فعالانو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کاروولی او ګډونوالو پرې د ډبرو ګوزارونه کړي.

تېره شپه هم پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه بني ګالا سیمه کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند او پولیسو تر منځ د اخ و ډب پېښې رامنځته شوې.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د راولپنډۍ په لاریون کې یې د ګډون اعلان کړی و، برخه ګډون ونه کړ.

عمران خان د جمعې په ماسپښين د اسلام اباد په بني ګالا سیمه کې د خپل کور مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، پولیسو دې ته نه پرېښود، چې راولپينډۍ ته لاړ شي.

عمران خان وايي، د نوومبر په دویمه نېټه به په هرصورت له کوره راوځي او د لومړي وزیر نوازشریف پر ضد به احتجاج کوي او پلازمېنه اسلام اباد به وتړي.

پر لاریوون بندیز

د پاکستان حکومت په اسلام اباد او راولپنډۍ سیمو کې د عمران خان همدې احتجاج ته په پام سره پر لاریونونو بندیز لګولی.

دوې ورځې وړاندې د پاکستان سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې عمران خان د پلازمېنې اسلام اباده له بندولو څخه منع کړ او ويې ویل، د پلازمنېنې له بندېدو د وګړيو بنسټيز حقونه اغېزمن کېدلی شي.

خو عمران بیا هم وايي، بیا به هم دا احتجاج کوي.

عمران خان دا وخت د پاکستان په پارلمان کې په اپوزيسيون کې دی او د ۲۰۱۳م کال د ټول ټاکنو له لومړۍ ورځې راهیسې د حکومت پرضد دی او تور پورې کوي، چې ښاغلي شریف په درغلیو ځان لومړی وزیر کړ.

یو ځل مخکې هم عمران خان د دوو نورو سیاسي ګوندونو عوامي مسلم لیګ او پاکستان عوامي تحریک په ملاتړ په ۲۰۱۴م کال کې په اسلام اباد کې څه باندې دوې میاشتې پر له پسې احتجاجي ناسته درلوده.

د چارو کارپوهان د عمران خان او احتجاج کوونکو تر شا د پاکستاني پوځ لاس یادوي، چې ګواکې د واک پر سر يې له لومړي وزیر نوازشریف سره اړیکې ښې نه دي.