له سلمان رشدي د مصنوعي تنفس ماشین لرې شوی او خبرې یې کړې

د عکس سرچینه، Reuters
له هندی - بریتانوي لیکوال سلمان رشدي چې وړمه ورځ ورباندې نیویارک د چړې په وسیله برید شوی و، د مصنوعي تنفس اله (ونټیلېټور) لرې شوی او ویل کېږي اوس بېرته خبرې کولی شي.
مخکې د هغه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی و.
دغه برید کې نوموړی په مخ، څټ او خېټه لس ځایه په چړه لګېدلی او استازي یې 'اندریو ویلیې' ویلي و چې د یوه لاس عصب او ځیګر یې سخت ټپي شوي او ښايي یوه سترګه هم وبایلي.
هغه اوس امریکایي رسنیو ته منلې چې نوموړې خبرې کړې او د مصنوعي تنفس دستګاه ترې خلاصه شوې.
پر ۷۵ کلن سلمان رشدي دا برید د هادي مطر په نوم یوه ۲۴ کلن هلک کړی چې د نوموړي د وژلو د هڅې تور پرې پورې شوی.
هادي مطر اوس د پولیسو په توقیف کې دی.
پر سلمان رشدي څنګه برید وشو
پر سلمان رشدي پرون د امریکا په وخت له غرمې وړاندې د نیویارک ایالت په چيټاکوا ښارګوټي کې د یوې وینا په درشل کې پر دریځ برید وشو.
هغه د خپل هغه ناول په خاطر چې مسلمانانو کفر بللی له کلونو راهیسې له ګواښونو سره ژوند کاوه او د ایران پخواني مذهبي مشر يې د وژلو فتوا هم صادره کړې وه.
د نیویارک په چيټاکوا ښار کې په یوه مرکز کې د بیان د آزادۍ په تړاو وینا او لکچر دریځ ته د ناول لیکوال سلمان رشدي له رسېدو لږ وروسته پر هغه ناڅاپي برید ګډونوال ووېرول.
کارل لېون د دغې غونډې په ګډونوالو کې و. دی وايي، پر دریځ د مېلمنو او د غونډې د جزئياتو په اړه معلومات وړاندې کول چې یوه چا دریځ ته له شا ځان ور ورساوه او پر رشدي يې بیا - بیا د چړې ګوزاونه وکړل او دا هر څه ډېر ژر وشول.
وروسته د شيټاکوا د پولیس مرستیال مشر ریچارډ ټېلفورډ خبري غونډې ته حاضر شو او د بریدګر په ګډون يې وروستي جزئيات يې ورکړل.
نوموړي وویل: ''مشکوک کس د نیوجرسي د فېروې ۲۴کلن هادي مطر پېژندل شوی. نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې او ۴۷ دقيقې ۷۵ کلن مېلمه ویناوال سلمان رشدي او ۷۳ کلن رالف هنري رييس دریځ ته ورسېدل. له رسېدو يې لږ وروسته مشکوک کس دریځ ته ځان ور ورساوه او پر ښاغلي رشدي يې برید وکړ او لږ تر لږه یو ځل یې په غاړه کې د چړې او یو وار يې په خېټه کې پرې ګوزار کړی. "

د عکس سرچینه، Getty Images
په ګډونوالو کې یوه حاضر ډاکټر د ښاغلي رشدي مرسته وکړه او وروسته د هوا له لارې یوه ځايي روغتون ته ورسول شو.
دغه هندي الاصله بريتانوی ليکوال په ۱۹۸۱ کال کې د "نيمي شپې ماشومان" کتاب له خپرېدو وروسته مشهور شو چې يوازې په بريتانیا کې له يو ميليون ټوکه زيات وپلورل شو.
د شیطاني ایتونو په نامه د لیکوال سلمان رشدي پر ناندریز ناول اوس ۳۴ کاله تېرېږي خو له هغې راهیسې تل د اسلامپالو له خوا د وژلو له ګواښ سره مخ و.
د هغه دې کتاب مسلمانان قهرولي او د توند غبرګونونه راپارولي وو.
په ۱۹۸۹ کال کې خو د ایران مذهبي مشر آیت الله خميني د هغه د وژلو فتوا صادره او پر وژلو یې درې مېلیونه ډالره جایزه اعلان کړې وه. خميني دا هم ویلي وو چې دا فتوا او د مرګ ګواښ هېڅکله له وخته نه تېرېږي.
سلمان رشدي په ۱۹۹۰ کال کې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې په کوڅه کې د پلي ګرځېدو په څېر له عادي ژونده بې برخې شوی.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ ګڼو مشرانو او شخصیتونو پر هغه برید ته غبرګون ښودلی.
د ګڼو نورو تر منځ د فرانسې ولسمشر ویلي هغه د آزادۍ لپاره مبارزه کړې، د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، دغه برید ډېر خپه کړی، او ناول لیکوال ایان مک اېون پر هغه برید د وینا او فکر پر آزادۍ برید بللی.
هغه چې یو لوری يې د وینا د آزادۍ اتل خو بل يې د کفر ویلو او اسلام ضد مخکښ ګڼي همېشه ناندریز شخص و.
د تصویري کیسې لیکوال نایل ګایمان ویلي، د ده پر ملګري او لیکوال برید خپه او غمجن کړی دی.
نوموړي پر ټویټر لیکلي، سلمان رشدي "ښه سړی دی" او هیله یې ښودلې چې ښه به شي.









