هندی سیاستوال سید شهاب الدین ومړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندي مسلمانانو یو وتلی مشر او سیاستوال سید شهاب الدین د ۸۲ کلونو په عمر ومړ. سید شهاب الدین پخوانی دیپلومات و او د تاریخي بابري جومات ورانولو سره د کلک مخالفت له کبله یوه پېژندل شوې څېره وه.
ښاغلي سید له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۹۶ پورې درې ځلې د پارلمان غړی پاتې شوی او د سلمان رشدي پر کتاب ' شیطاني ایاتونه ' یې بندیز لګولو لړ کې مهم رول درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی له اوږدې ناروغۍ وروسته روغتون کې ومړ. سید شهاب الدین مخکې د هند بهرنیو چارو وزارت کې پر دنده بوخت و او د ال انډیا مسلم مجلس مشاورت مشري یې کوله، چې د هندي مسلمانانو د یو شمېر سازمانونو ګډ تنظیم دی.
نوموړي دغه راز د بابري ایکشن کميټۍ مشري کوله، چې ایودیا سیمه کې یې د ۱۶ پېړۍ د تاریخي جومات ژغورنې لپاره فعالیت کاوه.
د بابري جومات ځمکې ملکیت پر سر ناندرۍ او بیا د دغه جومات نړول کېدو له پېښې وروسته د هندوانو او هندي مسلمانانو تر منځ بلواوو کې چې ۱۹۹۲ کال کې رامنځته شوې، نژدې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

د عکس سرچینه، .
نوموړي ته په نړیواله کچه هغه مهال هم پام واوښت، چې د سلمان رشدي پر ' شیطاني ایاتونه 'نومي کتاب یې د بندیز لپاره مبارزه وکړه.
۱۹۸۸ کال کې د دغه کتاب له چاپ وروسته د نړۍ لر او بر کې مسلمانانو کې غم او غوسه راوپارېدل او ډېرو دغه کتاب دین ته سپکاوي وباله.
د یاد کتاب له خپرېدو وروسته د ایران ایت الله خمیني د رشدي وژلو فتوا ورکړه. په نوموړي کتاب اوس هم هند کې بندیز لګېدلی دی.








