هند کې له تاوتریخوالي وروسته ګرځبندیز ولګېد

یوه پولیس افسر ارون کومار وايي، په یو شمېر بزګرانو هغه مهال برید وشو، چې له غونډې وروسته کورونو ته ستنېدل.
د عکس تشریح، یوه پولیس افسر ارون کومار وايي، په یو شمېر بزګرانو هغه مهال برید وشو، چې له غونډې وروسته کورونو ته ستنېدل.

هندي چارواکي وايي، د تېرو اونیزو رخصتیو په اوږدو کې په شمالي ایالت اوتر پردېش کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ تاوتریخوالي کې ۲۸ تنه وژل شوي دي.

نښتې د شنبې په ورځ په مظفرنګر سیمه کې هغه مهال پیل شوې، چې د یوې ځوانې ښځې د ځورونې پر وړاندې د درېدونکو دریو کسانو د وژنې د غندلو لپاره یوه غونډه راوبلل شوه. نورې نښتې د یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوې دي.

چارواکي وايي، چې د مړو شمېر ښايي زیات شي، ځکه تر پنځوسو زیات کسان په دغو نښتو کې ټپیان شوي هم دي.

اترپردېش ته اته سوه ځواکونه استول شوي، چې وضعیت کنترول کړي. له پېښې وروسته یو شمېر کلیو کې ګرځبندیز لګول شوی.

د یوې جعلي ویډیو له خپرېدو وروسته چې په کې دوه کسان مجازات کېږي، تاو تریخوالی نورو کلیو ته هم خپور شو. په وژل شویو کې د ټلویزیون یو خبریال هم شامل دی.

سیمې ته نژدې اته سوه پوځیان لېږل شوي، چې حالت کابو کړي او دغه راز د تاوتریخوالي خپرولو په تور له سلو ډېر کسان نیول شوي دي.

اوتر پردېش کې یوه لوړ پوړي چارواکي ار ایم سریواستو ایسوشیټیډ خبري اژانس ته وویل:

"په کړکېچ ځپلو سیمو کې د حالت کابو کولو لپاره ګرځبنیدیز لګول شوی، حالت اوس هم کړکېچن، خو تر کنټرول لاندې دی"

یوه پولیس افسر ارون کومار وايي، په یو شمېر بزګرانو هغه مهال برید وشو، چې له غونډې وروسته کورونو ته ستنېدل.

د نوموړي په وینا داسې معلومیږي، چې بریدګرو وار له مخه چمتووالی درلود، یو شمېرو سره وسله وه او نورو سرې چړې او چاقوګان.

اوترپردېش ایالت کې د ۱۹۹۲ کال اوږدو کې هغه مهال خورا ناوړه تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې یوه ډله هندوانو د ۱۶ پېړۍ پر بابري جومات یرغل وکړ.

له هغه وروسته ټول هېواد کې د هندوانو او مسلمانو تر منځ د تشدد پېښو کې له ۲۰۰۰ کسان ډېر ووژل شول.

د یوه فدرالي وزیر په وینا هند کې سږ کال د مذهبي تاو تریخوالي پېښې ډېرې شوې دي. د نوموړي په وینا سږ کال دغه ډول ۴۵۱ پېښې رامنځ ته شوې، خو د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې د مذهبي تاوتریخوالي ۴۱۰ پېښې رامنځ ته شوې وې.