برتانوى ليکوال سلمان رشدي خاطرات ليکي

د برتانيا مشهور او د لانجو پارونکى ناول ليکونکى سلمان رشدي وايي د خپل ژوند د هغو لسو کلونو خاطرې ليکي چې پکې د ايران مخکيني روحاني مشر ايت الله خميني يې د وژنې فتوا ورکړې وه .
٢١ کاله وړاندې د سلمان رشدي د شيطاني اياتو په نامۀ ناول په اسلامي نړۍ کې داسې کرکه پيدا کړه چې پاى يې د خميني له خوا د دۀ د وژنې غوښتنه وه .
٦٣ کلن سلمان رشدي وايي د ژوند د تر ټولو سختې يوې لسيزې پر حالاتو يې خلکو ډير څه وليکل چې د دۀ په گومان چټيات و ، اوس يې خپله قلم پورته کړى او غواړي خپله کيسه خپله وکړي .
دا کيسه به د هغو لسو کلونو نکل کوي چې د ايران د روحاني مشر ايت الله خميني تر فتوا وروسته دۀ تير کړل .
خميني تر هغه وروسته د سلمان رشدي د وژلو فتوا ورکړې وه چې دغه برتانوي ليکوال د شيطاني اياتو په نامۀ ناول خپور کړ .
هغه فتوا د خميني تر مړينې وروسته ايراني حکومت ليرې کړه .
خو په هغو لسو کلونو کې شپه و ورځ برتانوي حکومت د سلمان رشدي د ساتنې مسووليت په غاړۀ واخيست .
يولس ميليونه پونډه يې د دۀ په ساتنې ولگول .
پټ ژوند
څوک نه پوهيدل چې سلمان رشدي چيرې اوسيږي ، دى نه غونډو ته تۀ او نه يې هم تر ډيره له چا سره تماس و.
د دۀ د وژنې ناکامې هڅې وشوې او له دغه پټ او له رازونو ډک ژوند سره دلچسپي دومره ډيره شوه چې شپږ کتابونه پرې خپارۀ شول .
دوه کاله وړاندې سلمان رشدي محکمې ته لاړ او د خپل يوۀ پخواني ځان ساتونکي پر کتاب يې دعوه وکړه چې ټول يې درواغ ويلي دي .
د دۀ يوۀ مخکيني ساتونکي هغه پېښې يادې کړې وې چې د سلمان رشدي د پټېدا په کلونو کې له ادعاو سره سم تيرې شوې وې .
سلمان رشدي وايي اوس هغه وخت رارسيدلى دى چې خپله کيسه پخپله وکړي .
دى وايي د ليکنې بڼه به يې داستاني وي ، لکه يو ناول چې ليکي ، خو په دې توپير چې اصلي څيره به يې خپله دى وي او داستان به يې هم رښتينى وي .
د سلمان رشدي د ناولونو ژبه او د نکل کولو بڼه د ډيرو په گومان پېچلې او سمبوليکه وي خو د دۀ غير داستاني اثار بيا روان او ښکاره دي .
برتانوي رسنۍ په دې باور دي چې د سلمان رشدي خاطرې ښايي له ادبي پلوه د يووېشتمې پيړۍ تر ټولو مهمې او ارزښتناکې وي .
دوى وايي دا ژوند ليک يې شايد تر ځينو ناولونو هم ډير ارزښت ولري . دا چې کله به سلمان رشدي دا خاطرې بشپړوي او خپروي لا څرگنده نه ده .








