کوټه کې بېړنی حالت؛ سختو بارانونو د یوې ماشومې په ګډون اته کسان وژلي

سېلابونه
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د بلوجستان په کوټه ښار کې پرون سخت بارانونه شوي چې له کبله یې سېلابونه راوتلي او ځینې کورنه یې نړولي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، د یوې ماشومې په شمول اته تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

کوټې ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د یاد ښار چارواکي وايي، هغه سیمې چې ډیرې زیانمنې شوې دي اوسېدونکي یې خوندي سیمو ته لېږدولي او د مرستو رسولو چارې په مخ روانې دي.

په کوټه کې د سریاب سړک، پښتون اباد او یو شمېر نورو سیمو کې ډېر کچه کورونه ویجاړ شوي او په ډېرو کورونو او مارکېټونو اوبه ورغلې دي.

د ګل محمد په نامه د سریاب یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، دده له کور سره شاوخوا پروني باران له لسو تر دولسو پورې کورونه نړولي دي.

د کوټې له یو شمېر سیمو پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري چې تر باران وروسته په بېلا بېلو سیمو کې اوبو یو شمېر کورونه نړولي او په ځينو سیمو کې يې څاروي هم وړي دي.

د سریاب سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي، په پروني بارانه کې يې د کور هر څه اوبو وړي خو زیاتوي لاهم هیڅ مرستې نه دي ور رسېدلې.

کوټه

دی وايي:"اوبو زما د کور هرڅه یوړل ان زموږ څاروي يې لا یووړل. موږ ډېر غریبان یوو او د ورځې په زر کلدارې مزدوري کوو. له پرونه راهیسې وږي تږي پراته یوو هیچا هم هیڅ مرسته نه ده راسره کړې. نه چا خیمه راکړې ده. چارواکي راغلل صرف دلاسه يې راکړه او بیا ولاړل."

له کوټې سره سره په یو شمېر نورو پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې هم د پروني باران له امله یو شمېر کورونه نړېدلي او ځينې لوی سړکونه اوبو وړي دي.

بلې خواته د هوا پېژندنې اداره وايي، په بېلا بېلو سیمو کې لاهم د روانې میاشتې تر پایه پورې د تېزو بارانو او سیلابونو ګواښ شته دی.

په پاکستان کې اوسني بارانونه او سېلابونه په داسې وخت کې راغلي چې د هوا پېژندنې ادارې وړاندې لا دا خبرداری ورکړی و، چې د یاد هېواد په بېلا بېلو سیمو کې به په روانه جولای میاشت کې ډېر زیات بارانونه کېږي او په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو وېره هم شته.