د بلوچستان یوه ترافیکې پېښه کې د ښځو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي

د بلوچستان ایالت کلا سیف الله کې د ترافیکي پېښې له کبله لږترلږه ۲۲ کسان مړه شوي - چې نهه یې د یوې کورنۍ غړي دي. په مړو شویو کې پنځه ښځې هم دي.
د ژوب ولسوالۍ د روغتیا یوه چارواکي ډاکتر مظفر شاه ویلي، پېښه نن ګهیځ هغه وخت رامنځ ته شوې چې د سپرلۍ یوه ګاډي په یوه غرنۍ سیمه کې برېک کار پرېښود.
نوموړی وايي، په مړو شویو کې یو د افغانستان وګړی دی چې له تذکرې (پېژندپاڼې) یې پېژندلی دی.
دی وايي، دا ویګن ګاډی له ژوب نه لورلايي خوا ته روان و. ټپي شوی ماشوم کوټې ته وړل شوی.
پېښه کې د لورلايي د پولیسو مشر هم مړه شوی.
په دغه ګاډي کې ۲۳ مسافرو څخه يوازې يو تن چې ۱۳ کلن دی له پېښې ژوندی پاتې شوی خو ويل کېږي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.
د کلا سيف الله د پوليسو مرستيال حافظ محمد قاسم کاکړ وايي، پېښه سهار د يادې ولسوالۍ په اخترزو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د عيني شاهدانو په وينا، د اور لګېدنې له امله مړینو کې زیاتوالی راغلی دی.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په غم ځپلو کې د ژوب د عبدالمالک سليمان خېل کورنۍ هم شامله ده چې دوه ماماګان يې په دې پېښه کې وژل شوي دي.
عبدالمالک وايي دې پېښې د هغه کورنۍ ته لويه غميزه رامنځه کړې ده. دی زياتوي چې دواړ ماماګان يې د خپل مشر ورور ليدو لپاره لورلايي ته روان وو.
د عبدالمالک په څېر پيوند خان هم په دې پېښه کې د خپلې کورنۍ دوه غړي له لاسه وکړي. دی وايي مېرمن او وراره يې له لورلايي ژوب ته روان وو چې په پېښه کې دواړه ووژل شول.
په وژل شويو کې ۱۲ نارينه، پنځه ښځې او پنځه ماشومان شامل دي.
په ځینو انځورونو کې لاندې یوې کندنې ته غورځېدلی ګاډی ښکاري.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای










