بلوچستان کې د ګاډو د ټکر له امله ۱۳ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Social media
- Author, عرفان خټک
- دنده, ازاد خبریال
د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله کې د جمعې په ورځ( د ډیسمبر ۱۳) د دوو ګاډو د ټکر له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي.
پېښه سهار مهال د قلعه سیف الله په مسلم باغ کې شوې ده.
خواله رسنیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې د سهار تیاره کې له ګاډو لمبې پورته کېږي.
ځینې رسنۍ دا هم وايي، چې ۱۵ کسان وژل شوي، خو لا هم کره مالومه نه ده چې قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شته که نه.
ویل کېږي د پیکپې او مساپرو ډک بس ټکر کېدو پسې دواړو ګاډو اور اخیستی.
تر اوسه د پېښی علت مالوم شوی نه دی خو ځايي چارواکي وايي، پیکپه له ایراني تیلو ډکه وه او ښايي له همدې امله اور لګېدلی وي.
د قلعه سیف الله دویم کمشنر عتیق شاهواني هم رسنیو ته ویلي، په پېښه کې وژل شوي دیارلس واړه کسان د زیات سوځیدو له امله له پېژندګلۍ وتلي دي.
وژل شوي تر ډيره د ډېره غازي خان، لورلایي او کوټې ښودل شوي دي.
د روان کال لومړیو کې هم د بلوچستان په خزدار کې د دریو موټرو د ټکر له امله شپږ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ټپیان و.
خواله رسنیو کې غبرګون
د بلوچستان ننۍ پېښې ته خواله رسنیو کې هم غبرګون ښودل شوی او داسې ویډیو شریکه شوې چې د دې پېښې بلل کېږي.
د سهار تېره غونې کې له ګاډي لمبې پورته کېږي او ترې په لږ لرې واټن هم لمبې دي.
یوه ټوېټر کارن حامد مندوخېل ټوېټر کې لیکلي: بې وارثه بلوچستان سوځي.
بلوچستان له ایران سره پر پوله پروت دی او سیمې ته ترې تېل او نور سونتوکي قاچاق کېږي، چې د دې قاچاق په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله چارواکي هم وخت ناوخت له نیوکو سره مخ کېږي.








