د ګوادر خټینو مجسمو کې پټ پیغامونه څه وايي؟

د بلوچستان ګوادر ولسوالۍ کې سمندري ژوو ژوند ته پېښ خطر د هنر په بڼه نندارې ته وړاندې شو. بلوچستان چې په کاني زېرمو بډایه دی، د خلکو د وړتیا کمی هم نه لري، چې پته یې له رېګ او خټو جوړې مجسمې ښيي.

ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، له خټو او رېګ یا سال د شاهکار هنر جوړوونکي بیا د ګوادر پر غاړه سره ټول وو چې د سېنډ ارټ یا رېګ مجسمې جوړې کړي.
ریت مقابلے

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، دې هنر کې ۱۹ ډله ګډون درلود چې ډېری د ګوادر اوسېدونکي وو.
سینڈ آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، د دې هنري سیالۍ نوښت هم د ولسوالۍ چارواکو او د بامسار په نوم ادارې کړی و.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، دې سیالۍ کې پر ګوادر سربېره د بلوچستان نورو هنرمنانو هم برخه درلوده.
ریت مقابلے

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، د مکران او لاسبیلا د سمندرغاړې ګډاني هنرمنانو هم خپل هنر وښود.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، دې سیالۍ کې پر هنرمنانو او هنرمنو سربېره زدکوونکو هم ګډون درلود.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، د سیالۍ جوړوونکی عقیل احمد وايي دې پروګرام سره یې غوښتل نړۍ ته د خپلې سیمې د هنرمنانو وړتیا وښيي.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، بلوچستان چې په کاني زېرمو بډایه دی، د خلکو د وړتیا کمی هم نه لري، چې پته یې له رېګ او خټو جوړې مجسمې ښيي.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، عقیل احمد وايي، دا سیالي دوه پیغامونه لري، چې یو پکې د ښځو زدکړه ده، ځکه د نوموړي په خبره دې سیمه کې د ښځو د زدکړې په لار کې ډېر خنډونه شته.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، د سیالۍ بل پیغام دا و چې پاکستان کې سمندري ژوو ته پېښ خطرونه ډاګیز کړي.
ریت آرٹ

د عکس سرچینه، Mehrab Taj and Bahram Baloch

د عکس تشریح، عقیل احمد وايي، دلته هنرمنانو د اوبو پر کمښت هم خپلې مجسمې وښودې.