د اوکرایین جګړه؛ د خارکیف ښاروال وايي روسان له ښاره وتلي

A road which connects Kharkiv and a village recently retaken

د عکس سرچینه، Reuters

د خارکیف ښاروال اېهور ټېخېیف بي بي سي ته ویلي چې روسي ځواکونه له دغه ښاره د روسیې د پولې په لور وتلې دي.

نوموړی وايي روسي ځواکونه یوازې د دغه ښار شمال ختیځ کې یو ځل ځینو کوچنیو سیمو ته ننوتي وو او هلته ډېر وخت نه دي پاتي شوي.

ښاغلی اېهور زیاتوي: "روسانو پرلپسې پر ښار ګزارونه کول، ځکه ښار ته ډېر نژدې وو. خو اوکرایین د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هڅو، روسان له هغو سیمو ووتل. ښار اوس ارام دی او خلک بیرته راستنېږي."

په همدې حال کې له دې وړاندې، امریکا کې د پوځي چارو یو فکري بنسټ وايي داسې ښکاري چې اوکرایین د خارکيف جګړه ګټلې ده.‌

د جګړې مطالعاتو په نوم دې معتبره موسسې ویلي‌ روسي ځواکونه پر اوکرایین له یرغل راهیسې له پرله پسې هڅو سره سره د خارکیېف کلابندولو کې پاتې راغلي‌ او اوس داسې ښکاري چې له دې هڅو یې په بشپړ ډول لاس اخیستی دی.

خارکیف د اوکرایین شمال ختیځ کې پروت او د دغه هېواد دویم ستر ښار دی چې د جګړې له پیله یې نیول د روسي ځواکونو ستراتېژیک هدف ګڼل کېږي.‌

د جګړې اوږدو کې د دغه ښار پر مرکز درانه هوايي بریدونه وشول چې د رپوټونو له مخې سلګونه ملکي کسان پکې وژل شوي دي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې سره هممهاله د بریتانیا دفاع وزارت هم ویلي چې روسیه اوکرایین کې د خپلو سیاسي پلانونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې.‌

دغه وزارت زیاته کړې چې روسیه تر اوسه یوازې پر دې بریالۍ شوې د اوکرایین یوازې یوه ښار 'خېرسون' کې روسي پلوه مشرتابه واکمن کړي او دا ښکاروي چې د روسیې یرغل سیاسي اهدافو له اړخه ناکام شوی.‌

راپورونه وايي پر خېرسون واکمن شوې پوځي - ملکي مشران هوډ لري‌ چې روسیې سره د دغه ښار د یو ځای کېدو ل‍پاره ټولپوښتنه وکړي.

د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو خبرې

د امریکا دفاع وزير

د عکس سرچینه، EPA

له امریکا او بریتانیا د اوکرایین جګړه کې د روسیې د ناکامېدو غږونه داسې مهال راپورته شوي چې د امریکا دفاع وزیر پر اوکرايين د روسیې له برید راهیسې په لومړی ځل خپل روسیې سیال سره تلیفوني خبرې کړې.

د پېنټاګون له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دفاع وزیر لوېډ اسټن له خپل روسي سیال سرګي شویګو سره د خبرو پر مهال په اوکرايين کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د خپلمنځي اړیکو ساتلو لپاره اړین کار دی.

که څه هم دا یادونه نه ده شوې چې د امریکا دې غوښتنې ته د روسي دفاع وزیر ځواب څه وو، خو تر دې وړاندې [تېره چهارشنبه] ښاغلي اسټن د برتانیا دفاع وزیر بېن والېس سره هم د اوکرايين جګړې په هکله خبرې کړې وې، او ویلي یې وو چې د روسیې پر ضد به اوکرايين سره په ګډه مرسته کوي.

په خبر پاڼه کې د ښاغلي والېس له خولې ویل شوي چې، دوی دواړو ژمنه وکړه، "په ګډه او یووالي سره به کار کوو چې د اوکرايين هره هغه اړتیا پوره کړو چې د روسيې د بې بنسټه یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع پرې وکړای شي".