د فنلنډ مشران: له ځنډ پرته باید ناټو سره یو ځای شو

د عکس سرچینه، AFP
د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو او لومړۍ وزیرې سانا مارین ویلي هېواد یې باید هر څه ژر د ناټو پوځي اېتلاف کې د غړیتوب غوښتنلیک وسپاري.
دوی دا خبره نن پنجشنبه (د مې ۱۲مه) یوه ګډه بیان کې کړې ده.
ولسمشر نینیستو ویلي: "فینلنډ باید له ځنډ پرته د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړي."
دغه هېواد له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او پخوا له ناټو بهر پاتې شوی دی.
فنلنډ خپله پالیسۍ کې دا ستر بدلون پر اوکرایین د روسیې یرغل له کبله راوستی.
د فنلنډ حکومت به په دې تړاو خپل رسمي دریځ پارلمان او سیاسي مشرانو سره تر مشورې وروسته د یکشنبې پر ورځ اعلان کړي.
سویډن ویلي دوی به هم پر همدې ورځ خپل دریځ روښانه کړي.
د رپوټونو له مخې سویډن هم ښايي د فنلنډ پر پله پل کېږدي او د ناټو غړیتوب وغواړي.
روسیې دغو هېوادونو ته د ناټو غړیتوب غوښتلو د ناوړه پایلو ګواښ کړی، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دا پایلې به څه وي.
ناټو چې امریکا او بریتانیا هم پکې دي، د دغه اېتلاف پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼي او ژمنه یې دا ده چې په ګډه به دفاع ته وردانګي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي فنلنډ او سویډن ته به د غړیتوب ورکولو پروسه چټکه پر مخ ولاړه شي.
د یادونې ده چې د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د چارشنبې پر ورځ وویل که په فنلنډ یا سویډن برید وشي، دفاع ته به یې ځواکونه ور واستوي.

د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له یادو هېوادونو سره داسې پوځيهوکړه لاسلیک کړې چې که هر هېواد پرې برید وکړي، بریتانیا به یې د دفاع لپاره ملاتړ کوي.
ښاغلی جانس دغو هېوادونو ته په سفر تللی دی او وايي "یو د بل ملاتړ اړین دی." سویډن او فنلنډ دواړه هڅه کوي په ناټو سازمان کې غړیتوب تر لاسه کړي.
نوموړي وايي: " د روسیې د نور یرغل د مخنیو لپاره باید یو ځای واوسو"
خو روسیې بیا خبرداری ورکړی که دغه هېوادونو له ناټو سره یو ځای شي، "بدې پایلې" به ولري.
فنلنډ وايي په ناټو سازمان کې غړیتوب یوازې د ځان دفاع لپاره غواړي خو مسکو بیا وايي په دې کار سره ناټو د دوی پولو ته غځېږي- هغه څه چې روسیه یې د ځان لپاره لوی ګواښ بولي.
فنلنډ له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلو متره اوږده پوله لري. سویډن او فنلنډ تېرو جګړو کې د بې پریتوب اوږد تاریخ لري.
خو وروسته له هغه چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، په دواړه هېوادونو کې خلک له ناټو سره سازمان سره د یو ځای کېدو ملاتړ کوي.
په یوه خبري ناسته کې د فنلنډ ولسمشر ساولي نېنېستو وویل، پر اوکرایین د روسیې یرغل د دغه هېواد انځور بدل کړی دی.

د عکس سرچینه، PA Media
نوموړی وايي: " دوی [ورسان] چمتو دی چې پر خپل ګاونډیانو برید وکړي، نو دا هر څه د دوی له امله کېږي. خپل ځانته دې وګوري"
د بریتانیا لومړی وزیر او د فنلنډ ولسمشر یو ځل پر اوکرایین د روسیې یرغل غندلی. ښاغلی جانسن وايي پر اوکرایین د روسیې یرغل "راتلونکې اړولې او نوی باب یې پرانیستی دی"
په همدې وخت کې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلینسکي وايي که هېواد یې د ناټو سازمان غړی وای، روسیې به پرې برید نه و کړی. روسیې له ډېرې پخوان له ناټو سره د اوکرایین د یوځای کېدو مخالفت کاوه.
ښاغلي زېلینسکي دغه څرګندونې په پاریس کې محصلانو ته د وېډیو له لارې وینا کې کولې.










