اوکرایین جګړه؛ ماریوپول کې د ماشومانو پر روغتون د مرګوني برید رپوټونه

د عکس سرچینه، MARIUPOL CITY COUNCIL
د اوکرایین سویل ختیځ کې د کلابند ماریوپول ښار شورا ویلي چې روسي ځواکونو دغه ښار کې د ماشومانو یو روغتون په نښه کړی دی.
اوکراییني رسنیو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه برید کې د روغتون د عملې او ناروغانو په ګډون ۱۷ کسان ټپي شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي "روسي اشغالګرو ځواکونو د ماشومانو پر روغتون بمونه غورځولي دي. تخریب ډېر لوی دی."
د ماریوپول د شورا چارواکو ویلي چې دوی تر اوسه د اوښتې مرګژوبلې کره ارقام نه لري.
د ماریوپول د ځايي پوځي ادارې مشر پاولو کیریلینکو ویلي: "د ښار منځ کې د زېږون څانګه، د ماشومانو وارډ او درمنلې برخه ټول پر ماریوپول د روسیې هوايي برید کې ویجاړ شوي دي."
هغه زیاته کړې چې د پېښې ټپیان نږدې بل روغتون ته لېږدول شوي دي.
له دې سره د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلېنسکي مارویوپول کې پر روغتون برید ظلم بللی او ویلي یې دي چې خلک او ماشومان تر خاورو لاندې دي.
ښاغلي زيلېنسکي پر خپله ټویټر پاڼه د دې پېښې ویډیو هم خپره کړې.
هغه تور پورې کړی چې ګواکې دغه روغتون په لوی لاس په نښه شوی دی.
د اوکرایین ولسمشر لیکلي: "خلک، ماشومان تر ویجاړیو لاندې دي. ظلم! نړۍ به تر کله پر (دې) ترهې په سترګو پټولو سره جرمي شریکه وي؟"
هغه ویلي "فضا سملاسي وتړئ! د وژنو مخه ونیسئ! تاسې دا توان لرئ خو داسې ښکاري چې انسانیت مو بایللی دی."
زیلېنسکي له امریکا او ناټو غواړي چې د اوکرایین پر فضا الوتنې منع اعلان کړي خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د اوکرایین پر فضا د الوتنو ممنوع اعلانېدل به د ځان خلاف د جګړې د پیل اعلان وګڼي.
د روغې جوړې هڅې

د عکس سرچینه، Reuters
پر اوکرایین د روسیې له برید راهیسې په لومړي ځل د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران په دې سلا شوي چې سبا به ترکیه کې خبرې پیل کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه لري چې د انتالیا دا لیدنه به "دایمي اوربند ته لار پرانیزي."
مالومه نه ده چې هغه به په دې بریالی شي که نه، ځکه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي و د خبرو یا پوځي اقداماتو له لارې به خپلو موخو ته رسېږي.
ترکیه که څه هم د ناټو غړې ده خو ولسمشر یې هڅه کوي پر اوکرایین د روسیې د تېري پر وړاندې له لویديځو هېوادونو جلا دریځ ولري.
هغه همدا راز ویلي، ترکیه به هغه څه ونه مني چې اوکراینیانو سره شوي دي، او پر روسیې بندیزونه د دې لامل شوي چې عام خلک، ادبیات، زده کوونکي او هنرمندان اغېزمن کړي.
سراییل؛ د روسیې او اوکرایین خبرې مهم پړاو ته رسېدلې

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې او کرایین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ترکیې ناستې په درشل کې اسراییل هم ویلي چې د دغو هېوادونو خبرې مهم پړاو ته سېدلې.
د یادونې ده چې اسراییل هم د مسکو او کیېف ترمنځ منځګړیتوب ته مټې رانغښتي او په دې لړ کې یې لومړی وزیر نفتالي بېنټ د شنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیدو لپاره مسکو ته تللی و.
هغه تر دغه سفر وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره په تلیفون خبرې کړې وې.
د امریکایۍ Axios ویبپاڼې د رپوټ له مخې اسراییلي چارواکو حس کړې چې د دواړو خواو درېځونه نرم شوې دي.
د بندیزو اغېزې؛

د عکس سرچینه، Getty Images
د مالي او اقتصادي درجه بندۍ یوه وتلي اژانس ویلي، داسې احتمال شته، چې روسیه به ډېر ژر د خپلو پورونو په پرې کولو کې پاتې راشي.
پیچ ریټنګ نومي معتبر اژانس په خپله درجه بندۍ کې د پانګونې له حیثیته ایله څو ورځې وروسته د روسیې نوم د خپل جدول پای ته رسولی.
دا پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د دې هېواد پر مالي اعتبار یو تازه ګوزار دی.
مسکو روانه اونۍ ویلي و، د ضمانت پیسو (باونډ) ورکړه یې ښايي د بندیزونو له کبله اغېزمنه شي.
پیچ مسوولین وايي:
''د بندیزونو زیاتوالی، په انرژۍ سیکتور کې د پانګونې کمولو وړاندیزونه ښايي د روسیې لخوا د متقابلې پالیسۍ غبرګون لامل شي چې د دولتي پورونو نه ورکول هم پکې شامل دی. ''
د پیچ دا اعلان له هغه وروسته مخې ته راځي، چې پر اوکرایین د روسیې یرغل ته غبرګون کې امریکا او بریتانیا د روسي تېلو پر واردولو د بندیزونو اعلان وکړ.
لویدیځوال له روسیې د تېلو او ګاز پر واردولو بندیزونه لګوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره ورځ د روسيې د انرژۍ پر سکتور د نويو بنديزونو په ترڅ کې امریکا ته له دې هېواده د ګازو او تېلو پر وارداتو بنديز ولګاوه.
د بريتانیا لومړي وزير بوريس جانس هم اعلان کړی چې هېواد به يې د ۲۰۲۲ کال تر پايه له روسيې د تېلو اونفتو واردات بند او بيا پرې بنديز ولګوي.
دا بنديزونه پر اوکرايين د روسيې د بريد له امله د لوېديځ له لوري وروستي هغه دي چې لګول کېږي.
ښاغلي بايډن وويل چې د اروپا په ګډون يې د امريکا له متحدينو سره مشوره کړې چې د روسيې د تېلو، ګازو او انرژۍ پر ضد ګام پورته کړي.
نوموړي وويل، "امریکا به د پوتين د جګړې په تمويلولو کې رول ونه لوبوي".
تمه کېږي چې د روسيې پر انرژۍ بنديز به ډېر ژر د امریکا د کانګرېس له خوا تصويب شي. بايډن وويل چې بنديزونه به په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو په ملاتړ تصويب کړل شي.
د امریکا ولسمشر زياته کړه، د روسیې د انرژۍ بندیز به نرخونه لوړ کړي، خو ټینګار یې وکړ چې "دا اقدام اړین دی او بايد واخيستل شي".
د بريتانيا حکومت به د روسیې د تېلو په اړه د ګام په ګام بنديز اعلانولو کې د امریکا سره ملګری وي خو د لندن په بنديز کې به له روسيې د ګازو واردات شامل نه وي.
بريتانيا به د روان کال تر پايه د روسيې د تېلو پر وارداتو بنديز اعلان کړي.
اروپايي ټولنه چې تر ډېره د روسیې پر انرژۍ تکيه ده په بنديزونو کې به له امريکا سره يوه خوله نه وي.
خو د اروپا کمیسیون د روسیې د انرژۍ په سرچینو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تکيې کمولو لپاره یو پلان جوړ کړی دی. اوسمهال د اروپا شاوخوا ۴۰٪ طبیعي ګاز له روسیې څخه راځي.









