روسیه په څه ډول ولکه شویو سیمو کې حالت بدلوي؟

روسیه د اوکرایین هغو سیمو کې چې د دوی پوځیانو ولکه کړي پراخ بدلونونه راولي، د مثال په ډول هلته خپل پولي واحد یا کرنسي دودوي، رسنیزو خپرونو او انټرنېټي خدماتو کې هم بدلونونه راولي. دغه بدلونونه تر ډېره د اوکرایین په سویلي خېرسون ښار کې لیدل کېدای شي.
اوکرایین وايي - کېدای شي روسیه په دې ښار کې ټولپوښتنه وکړي چې مالومه کړي ایا اوسېدونکي کې یې له اوکرایینه جلا یو روسی پلوی د "خلکو جمهوریت" جوړول غواړي، خو د اوکرایین حکومت وايي دغه ډول رایه به غیر قانوني او بې ارزښته وي.
ولې روسیې پر خېرسون پام ورټول کړی؟
روسي ځواکونو خېرسون پر واکرایین له یرغل یوه اوونۍ وروسته په مارچ کې ولکه کړی وو. دا لومړی لوی ښار وو چې د روسي ځواکونو لاس ته ولوېد.
له یرغل وړاندې دې ښار کې ۲۹۰ زره وګړي اوسېدل، خو د دې ښار پخوانی ښاروال وايي - اوس شاوخوا ۴۰ سلنه خلک له دې ځایه تللي.
د بریتانیا دفاع وزارت وايي - که چېرته د روسیې موخه دا وي چې د اوکرایین جنوبي سیمې ولکه کړي او کریمیا سره یې د یوه ځمکني پله له لارې ونښلوي نو خېرسون چې د تور سمندر ساحل کې پروت دی - دې هدف ته د رسېدو لپاره مهم ښار دی.
روسیې په خېرسون کې څه بدلونونه راوستي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې پوځي چارواکو د خېرسون ټاکل شوی ښاروال له دندې ګوښه کړ. د روسیې دولتي رسنۍ ریا ویلي وو، چې پخواني ښاروال ایهور کوليخائیف یرغلګرو ځواکونو سره همکاري نه کوله.
پر ځای یې خېرسون او شاوخوا سیمو کې یوه روسۍ پلوې اداره رامنځ ته شوه. اوکراینیو رسنیو ته لاسرسی بند شوی او د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه هم د اوکراینیو پر ځای روسي ټاکل شوي.
د خېرسون وګړو ته ویل شوي چې خبرونه باید له روسي پلوه رسنیو تر لاسه کړي. اوکرایین وايي د روسیې موخه دا ده چې بې پرې خبرونو ته د نه لاسرسي له لارې خپل ناسم پروپاګند خپور کړي.
نوی سیمه اییز حکومت ورو ورو اوکراینی پولي واحد یا کرنسي هریونیا هم له منځه وړي او پر ځای یې د روس روبل دودوي. د پولې واحد د بدلولو څلور میاشتنی انتقالی بهیر د می په لومړۍ نېټه پیل شوی او چارواکو بانکونو ته د اوکراینۍ پیسې پر لېږدېدو بندیز لګولی.
د خېرسون وګړو بي بي سي ته ویلي، د روسي پوځي چارواکو لخوا اوس خلکو ته په روبل د تقاعد پیسې ورکول کېږي.
خو ډېری خلک هڅه کوي چې د دغو بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لارې وګوري لکه په روبلو د تقاعد پیسو له اخېستو وروسته هغه بېرته اوکراینۍ کرنسۍ هریونیا ته اړوي.
ایا روسیه دلته د ټولپوښتنې پلان لري؟

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه پلان لري خېرسون کې "سمبولیکه ټولپوښتنه" وکړي چې له لارې یې وکولی شي دې سیمه کې د خلکو جمهوریت جوړ شي.
نوموړي خلکو ته لارښوونه کړې چې روسیو چارواکو سره خپل شخصي مالومات لکه د پاسپورټ شمېره شریک نه کړي، ځکه کېدلی شي دا بیا جعلي رایو کې وکارول شي.
د بریتانیا دفاع وزارت اپرېل کې خپل یوه استخباراتي رپوټ کې ویلي وو چې ټولپوښتنه به روسیې ته د دې لار هواره کړي چې پر اوکرایین خپل یرغل توجیه کړي.
خو ښاغلی کوليخائېف چې د خېرسان پخوانی ښاروال دی وايي - دا ډول هره هڅه به غیر قانوني وي ځکه خېرسون رسمآ د اوکرایین برخه دی.
ولسمشر زیلېنسکي بیا وايی روسیه همدا پلان لري چې اوکرایین ټوټې ټوټې کړي او د هېواد لر او بر کوچني لاسپوسي جمهوریتونه جوړ کړي.
روسیې څه ډول له اوکرایینه جلا شویو سیمو کې ژوند بدل کړی؟

د عکس سرچینه، Reuters
خېرسون کې د روسیې چلن کریمیا ته ورته دی چې په ۲۰۱۴ کال کې دوی جلا کړې وه. هلته هم یوه ټولپوښتنه شوې وه چې بیا وروسته ملګرو ملتونو غیر قانوني وبلله.
دوی د کریمیا او روسیې جنوبي سیمو تر منځ یو پول جوړ کړ چې له لارې یې وکولی شي وسلې او مهمات ولېږدوي، روبېل کرنسي یې دود کړه او د اوکرایین پولي واحد هریونیا یې له منځه یوړ.
روسي پلوه رسنۍ اوس کریمیا کې پراخې خپرونې کوي.
خو خېرسان کې حالت تر دې هم د اوکرایین ختیځو سیمو لوهانسک او دنيڅک کې حالت ته ډېر ورته دی. دغه سیمې ۲۰۱۴ کې د کریمیا له جلا کېدو وروسته روسي پلوو یاغي ځواکونو نیولې وې.
دغلته د روسیې لاسپوسو مشرانو د لوهانسک جمهویت او دنیڅک جمهوریت د جوړېدو اعلان وکړ، د روبېل کارول یې دود کړ او پر خلکو یې روسي پاسپورټونه وویشل. روسیه دغلته د خلکو تقاعد او حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکوي. ښوونځیو کې ماشومانو ته د روسیې نصاب تدرېسېږي.
تر اوسه داسې نښې نشته چې خېرسان دې جلا کړل شي، یوازې هلته د خلکو د جمهوریت جوړولو اوازې دي. خو داسې اوازې هم دي چې روسیه پلان لري په دوو نورو اوکراینیو سیمو کې ټولپوښتنې وکړي او له جلا کولو وروسته یې روسیې سره یو ځای کړي.
اوکرایین دا په ډاګه ویلي چې هر ډول ټولپوښتنه او رایه به غیر قانوني او بې ارزښته وي









