تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه؛ د خارکیف ښاروال وايي روسان له ښاره وتلي
د خارکیف ښاروال اېهور ټېخېیف بي بي سي ته ویلي چې روسي ځواکونه له دغه ښاره د روسیې د پولې په لور وتلې دي.
نوموړی وايي روسي ځواکونه یوازې د دغه ښار شمال ختیځ کې یو ځل ځینو کوچنیو سیمو ته ننوتي وو او هلته ډېر وخت نه دي پاتي شوي.
ښاغلی اېهور زیاتوي: "روسانو پرلپسې پر ښار ګزارونه کول، ځکه ښار ته ډېر نژدې وو. خو اوکرایین د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هڅو، روسان له هغو سیمو ووتل. ښار اوس ارام دی او خلک بیرته راستنېږي."
په همدې حال کې له دې وړاندې، امریکا کې د پوځي چارو یو فکري بنسټ وايي داسې ښکاري چې اوکرایین د خارکيف جګړه ګټلې ده.
د جګړې مطالعاتو په نوم دې معتبره موسسې ویلي روسي ځواکونه پر اوکرایین له یرغل راهیسې له پرله پسې هڅو سره سره د خارکیېف کلابندولو کې پاتې راغلي او اوس داسې ښکاري چې له دې هڅو یې په بشپړ ډول لاس اخیستی دی.
خارکیف د اوکرایین شمال ختیځ کې پروت او د دغه هېواد دویم ستر ښار دی چې د جګړې له پیله یې نیول د روسي ځواکونو ستراتېژیک هدف ګڼل کېږي.
د جګړې اوږدو کې د دغه ښار پر مرکز درانه هوايي بریدونه وشول چې د رپوټونو له مخې سلګونه ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
له دې سره هممهاله د بریتانیا دفاع وزارت هم ویلي چې روسیه اوکرایین کې د خپلو سیاسي پلانونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې.
دغه وزارت زیاته کړې چې روسیه تر اوسه یوازې پر دې بریالۍ شوې د اوکرایین یوازې یوه ښار 'خېرسون' کې روسي پلوه مشرتابه واکمن کړي او دا ښکاروي چې د روسیې یرغل سیاسي اهدافو له اړخه ناکام شوی.
راپورونه وايي پر خېرسون واکمن شوې پوځي - ملکي مشران هوډ لري چې روسیې سره د دغه ښار د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وکړي.
د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو خبرې
له امریکا او بریتانیا د اوکرایین جګړه کې د روسیې د ناکامېدو غږونه داسې مهال راپورته شوي چې د امریکا دفاع وزیر پر اوکرايين د روسیې له برید راهیسې په لومړی ځل خپل روسیې سیال سره تلیفوني خبرې کړې.
د پېنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دفاع وزیر لوېډ اسټن له خپل روسي سیال سرګي شویګو سره د خبرو پر مهال په اوکرايين کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د خپلمنځي اړیکو ساتلو لپاره اړین کار دی.
که څه هم دا یادونه نه ده شوې چې د امریکا دې غوښتنې ته د روسي دفاع وزیر ځواب څه وو، خو تر دې وړاندې [تېره چهارشنبه] ښاغلي اسټن د برتانیا دفاع وزیر بېن والېس سره هم د اوکرايين جګړې په هکله خبرې کړې وې، او ویلي یې وو چې د روسیې پر ضد به اوکرايين سره په ګډه مرسته کوي.
په خبر پاڼه کې د ښاغلي والېس له خولې ویل شوي چې، دوی دواړو ژمنه وکړه، "په ګډه او یووالي سره به کار کوو چې د اوکرايين هره هغه اړتیا پوره کړو چې د روسيې د بې بنسټه یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع پرې وکړای شي".