تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراييني څارنوالان وايي د يوه روسي سرتېري محاکمې ته چمتو دي
د اوکرایین څارنوالان وايي، چمتو دي، د یوه ملکي اوکرايیني د وژلو په تور، د یوه روسي پوځي پر ضد د جنګي جرمونو لومړنۍ محاکمه پیل کړي.
روسی سرتېری نیول شوی او اوس بندي دی. اوس پولیس په ټول اوکرایین کې د روسي ځواکونو لخوا د ورته وژنو شواهد راټولوي.
اوکراییني پولیس وايي تېره میاشت هغه مهال چې روسي سرتېري پر پلازمېنې له برید په شا شول، کیېف ته پر یوه مهمه لار یې د لسګونو ملکي وګړو مړي موندلې دي.
دا هغه ځای دی چې څه موده وړاندې بي بي سي هم د دوو بې وسلو سړیو د وژلو په تړاو شواهد پکې موندلي وو. له کیېف زموږ د ختیځې اروپا خبریاله سېرا رېنزفورډ جزییات لري.