اوکراييني چارواکي: له سينده د تېرېدو پر مهال يې د روسي پوځ ۷۰ کنډکونه له منځه وړي

د عکس سرچینه، Ukrainian Airborne Forces Command
اوکرايین ادعا کوي چې له سويرسکي دونيڅ سينده د روسي پوځيانو د ناکامې تېرېدو هڅې پر مهال يې د دوی د تجهيزاتو له ۷۰ زيات واحدونه له منځه وړي دي.
همدا ډول اوکرایين وايي چې ښايي تر ۱۰۰۰ ډېر روسي سرتېري وژل شوي وي. دواړه خواوې په منظم ډول یو بل ته د زیان رسولو راپور ورکوي خو کارپوهانو د دغو ادعاو په اړه شکونه څرګند کړي دي.
د اوکرايين دفاع وزارت لومړی ځل تېره [چهارشنبې] پرخپله ټوېټر پاڼه د دغه برید ځینې عکسونه خپاره کړي وو چې پکې ښکاري یوه سیند ته څېرمه لسګونه ټانکونه او زغروال ګاډي لولپه شوي پراته دي او له ځينو لوګي پورته کېږي.
برید هغه مهال شوی چې روسي ځواکونو غوښتل د اوکرايين په ختيځه سیمه سويرسکي دانیڅک کې پر یوه پله تر سیند پورې وځي.
دغه پل دانیڅک او لوهانسک سیمې سره نښلوي چې په دې وروستیو کې د روسیې له مهمو نظامي هدفونو بلل کېږي.
روسيې لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د برتانیا دفاع وزارت ویلي، دغه برید د دې ښکارندويي کوي چې پر روسي قومندانانو د جګړې په ډګر کې د پرمختګ کولو او د لاس ته راوړنو درلودلو فشار زیات شوی دی.
پوتین وايي، اوکرايين د سولې خبرو مخه نیسي

د عکس سرچینه، EPA
روسي پوځیانو ته په دغه برید کې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا داسې مهال کېږي چې ولسمشر ولاديميرپوتین او د المان صدراعظم اولاف شولز د اوکرايين جګړې په اړه ټلیفوني خبرې سره کړې دي.
ښاغلي پوتین پر اوکرايين تور پورې کړی چې ګواکې د سولې خبرو په مخکې روسیه نه بلکې پخپله کيېف خنډونه جوړوي.
د المان صدراعظم سره د خبرو پر مهال پوتین یو ځل بیا پر اوکرايين د برید دفاع کړې ده او دا یې د "یرغل" پر ځای بیا هم "ځانګړي پوځي عملیات" بللي دي.
هغه همدا راز ادعا کړې، هغه ملکي کسان، چې د ماريوپول په فولادو کارخونه کې ایسار پاتې وو، پخپله اوکراييني ځواکونو هلته په زور کېنولي وو.
خو اوکراييني چارواکو ویلي وو، هغه ملکي وګړي د روسيې له توغندیزو بریدونو د ځان ساتلو لپاره په دغه کارخونه کې پټ شوي وو.
هلته بیا د اوکرايين د بهرنیو چارو وزیر دیمیترې کولیبا المان ته تللی دی.
ښاغلي کولیبا خبریالانو ته ویلي، داسې احساسوي چې روسيه نه سولې او نه هم د امنیت په اړه خبرو ته لېواله ده.
روسي او اوکراييني مشران د یوه بل پر ضد داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې برتانیا پر مسکو د لا سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس د جي ۷ یا د اوو لویو اقتصادي هېوادونو غونډې ته په خبرو کې ویلي چې ولادیمیرپوتین "په نړېواله کچه ځان سپکوي" او په خبره یې، تر هغه دې پر روسیې بندیزونه نه نرمېږي چې له اوکرايينه یې په بشپړ ډول خپل پوځونه نه وي اېستلي.

د عکس سرچینه، Maxar Technologies/REUTERS
اوسمهال د روسي او اوکراييني ځواکونو تر منځ مار نومي ټاپو کې جګړه روانه ده. هلته د روسي سرتېرو یوه جنګي بېړۍ د اوکرايیني ځواکونو د توغندیز برید له کبله ډوبه شوې ده.
اوکراييني سرتېرو ویلي، تر خپله وسه به د دغه ټاپو د ژغورلو لپاره جګړه کوي.









