د امریکا استخبارات: پوتین په اوکرايين کې اوږدې جګړې ته تیاری کوي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا دملي استخباراتو مشرې ایورېل هېنس د دغه هېواد سنا مجلس ته ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې په اوکرايين کې د روسیې عملیات تر نه اټکلېدونکې کچې زیاتېدلی شي. هغې خبرداری ورکړی چې ښايي روسیه له مولدووا جلا شوې ټرانسنیسټریا سیمې ته د لارې موندلو په لټه وي.
اغلې هېنس همدا راز ویلي، "اوسنیو کارونو او تمایل ته په کتو د دې احتمال زیات دی چې ولسمشر پوتین به لار ډېرې سختې لارې چارې وکاروي".
د امریکا د استخباراتو مشره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې اوکراييني چارواکو ادعا کړې، د دغه هېواد په شمال ختيځ خرکیف کې یې له روسي ځواکونو څلور سیمې بېرته ولکه کړې دي.
چېرکاسي تېشکي، روسکي تېشکي، روبيژنه او بایرک هغه سیمې دي چې د اوکراييني ځواکونو په خبره، له روسي هغو یې بېرته نېولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکرايين په ختيځ کې بریدونه ډېر کړي دي. د جګړې زور تر ډېره په سلوبوژنسکي او ډونټسک سیمېو و.

د عکس سرچینه، Office of the DNI
د رپوټونو له مخې روسي ځواکونو په ایزیوم کې له جګړې سره سره ځانونه پر پوځي تجهیزاتو سمبالول او مهمات یې ځای پر ځای کول.
ایزیوم د اوکرايين په جګړه کې د روسيې ځواکونو لپاره له کلیدي او مهمو سیمو بلل کېږي.
ایزیوم ښار په یوه نړېدلې ودانۍ کې د ۴۴ ملکي کسانو مړي موندل شوي
په داسې حال کې، چې د اوکرايين د ایزیوم ښار د بېرته نېولو لپاره جګړه روانه ده، هلته په یوه نړېدلې ودانۍ کې د ۴۴ ملکیانو مړي موندل شوي دي. دغه پنځه پوړیزه وداني په تېره مارچ میاشت کې د جګړې پر مهال وېجاړه شوه؛ په ځمکتل کې یې د روسیې د توغندیو له وېرې خلک پټ شوي وو.
یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، ژغورونکې ډلې تازه دې ودانۍ ته په ورتلو توانېدلې دي.

د عکس سرچینه، EPA
داسې اندېښنې شته چې په دې سیمه کې ښايي د وژل شویو خلکو شمېر لوړ شي ځکه چې هلته یوه بله وداني هم په نښه شوې وه.
د ایزیوم ښاروال والیرې مارشینکوف بي بي سي ته وویل، "موږ پوهېږو چې هلته هم خلک وو. د پلټنې او ژغورنې ډلې یې په رایستلو بوختې دي او د قربانیانو د شمېر په اړه به ډېر ژر نور مالومات هم ترلاسه کړو".
ایزیوم ښار د تېرې اپرېل میاشتې پر لومړۍ نېټه روسي ځواکونو ونېو.
ښاغلی مارشینکوف وايي، پر دغو ودانیو د برید پر مهال روسیې د دې ښار پر نیمايي برخه کنټرول تر لاسه کړی و. په خبره یې، سرتیرو په ښار کې د وړاندې تګ هڅه کوله نو مخامخ یې پر دغو ودانیو ډزې کولې چې اوس مړي پکې موندل شوي دي.
ژغورنکې ډلې ځکه اوس دې سیمې ته رسېدلي چې پخوا د دې ودانۍ یوه برخه د ایزیوم ښار په نېول شوې خوا کې وه.
ایزیوم ښار ډونباس ته د ننوتلو دروازه بلل کېږي او د اوکرايين د ډبرو سکرو او فولادو تولېدوونکې سیمه ده؛ او د روسي ځواکونو لپاره له کلیدي او مهمو سیمو یوه ده.
اوکراييني چارواکي وايي چې ځواکونه یې مقاومت کوي او روسان نه پردي چې د دغه ښار لا ډېره برخه ونیسي.
د ښاغليمارشینکوف په خبره، "روسي سرتیري اوسمهال هلته یرغلیز فعالیت نه کوي ځکه چې اوکراييني ځواکونه دفاع کوي".
په همدې حال کې د جګړې د مطالعاتو یوه بنسټ پخپل رپوټ کې منلې چې، "روسي ځواکونو د مئ پر نهمه د ایزیوم ښار په جنوب لویديځ او جنوب ختيځ سيمه کې هېڅ تایئد شوی پرمختګ نه دی کړی".
رپوټ زیاتوي، ښايي روسي ځواکونو په راتلونکو ورځو کې یرغلیز عملیات بېرته له سره پیل کړي.
"ښار نور هغه ښار نه دی پاتې"

د عکس سرچینه، MAKSIM STRELNIK
هغه کسان چې له ایزیوم ښاره په تېښته بریالي شوي دي د ویجاړو ودانیو په ځمکلتونو کې یې د ژوند تېرولو په اړه کیسې کړي دي چې څنګه تر میاشتو میاشتو هلته پاتې شول او وروسته یې د ښار پر سړکونو او کوڅو پراته مړي ولېدل.
د اېلینا په نوم یوې ښځې بي بي سي ته وویل، "ښار نور هغه ښار نه دی پاتې. مخکې ډېر ښکلی و. هغه ټولې لوړې ودانۍ او بېلډينګونه اوس نړېدلي دي".
او په خبره یې، "داسې یوه ورځ یې هم ونه لیده چې د توغندیو برید به ونشو".
په دغه ښار کې له پاتې کسانو سره اوس اړیکې پرې دي.










