اوکرايين جګړه؛ ملګري ملتونه وايي، د جنسي تیري، د خلکو د تري تم کولو او شکنجې رپوټونه ورکړل شوي

ماټېلډا بوګنر

د عکس سرچینه، UN Human Rights Twitter

ملګري ملتونه وايي، د اوکرايين په جګړه کې له بشري‌ حقونو د سرغړونو په ترڅ کې د خلکو د وژلو او د هغوی د تري تم کولو تر څنګ د جنسي تیري پېښو رپوټونه هم ورکړل شوي چې په خبره یې، "ښايي جنګي جرمونه وي". دغه سازمان د روسيې او اوکرايین دواړو هېوادونو اړوند ځواکونو کړنې څارلې دي او وايي، دواړو لوریو په جګړه کې له بشري قوانینو او حقونو سرغړونه کړې چې په خبره یې، "دا تاوتریخوالی" باید نور بس کړي.

په اوکرايين کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ماموریت مشره ماټېلډا بوګنر وايي، د کیېف او چېرنیهېف سیمو اړوند څوارلسو کلیو باندې ګرځېدلي او دا رپوټونه ورکړل شوي چې هلته پر خلکو جنسي تیري شوي، په زور لوڅېدو یا بربنډېدو ته اړ ایستل شوي او د جنستي تاوتریخوالي ګواښ ورته شوی دی.

اغلې بوګنر وايي، "ښځې او نجونې د دغو پېښو اصلي قربانیان دي".

ملګري ملتونه همدا راز وايي، په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکرايين د روسیې له برید راهیسې یې د خلکو د تري تم کېدو ۲۰۴ قضیې مستندې او ثبت کړې دي.

دغه نړېوال سازمان د روسانو تر څنګ د اوکراييني ځواکونو کړنو په اړه هم مالومات ورکړي او ویلي یې دي چې، "موږ داسې کره مالومات هم تر لاسه کړي چې اوکراييني ځواکونو روسي سرتیري او د هغوی ملاتړي وسله وال د جنګي اسیرانو په توګه شکنجه کړي، ناوړه چلند یې ورسره کړی او بندیان کړي یې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار برخې مشرې ماټېلډا بوګنر له روسيې او اوکرايين دواړو هېوادونو غوښتي چې د دغو تورونو یا ادعاوو په اړه "په چټکه او ګټوره توګه پلټنه وکړي او خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړي چې نور تاوتریخوالی بس کړي".‌

دغه سازمان همدا راز په دې جګړه کې د سلګونو ښوونیزو او روغتیايي ادارو د ویجاړېدو خبره هم کړې او ویلي یې دي چې په اوکرايين کې شاوخوا ۵۰ عبادتځي هم یا ویجاړ او یا بیخي له منځه تللي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ملګرو ملتونو د څار ماموریت په اوکرايين کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر تر اوو زرو لوړ ښودلی چې له ډلې یې ۳۳۸۱ وژل شوي او ۳۶۸۰ ژوبل شوي دي.

په جېنوا کې خبري غونډې ته په خبرو کې اغلې بوګنر وویل، په اوکرايين کې د وژل شویو ملکي خلکو شمېر ، تر هغه چې ۳۳۸۱ ښودل شوی، زرګونه زیات دی او د خلکو د مړینې کچه خورا خرابه ده ځکه چې پر وخت روغتیايي مرسته نشي ترلاسه کولای.

د ملګرو ملتونو د څارنې ماموریت پر اوکرايين د روسیې له برید یاني ۲۴ فبرورۍ راهیسې هلته بشري حقونو ته د پام څارنه کوي او له بشردوستانه قوانینو نه د سرغړونو پېښې مستندوي.

ملګري ملتونه د اوکرايين جګړې په اړه دا جزیات داسې مهال خپروي چې د رپوټونو له مخې په اوډيسا ښار د روسي ځواکونو راکټي بریدونو مرګژوبله اړولې ده او ویل کېږي دا توغندي پر یوه پلورنځي او ګودام لګېدلي دي.

پرون په ختيځه سیمه لوهانسک کې پر ښوونځي شوي هوايي برید کې د ۹۰ تنو هغو کلیوالو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شول چې د اوکراييني چارواکو په خبره، د هوايي بریدونو له وېرې د ښوونځي په ځمکتل کې پټ وو.