مکرون:‌ اروپايي‌ ټولنه کې د اوکرایین غړیتوب به لسیزې وخت واخلي

French President Emmanuel Macron

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایمانویل مکرون څو ورځې وړاندې دویم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر وټاکل شو

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي دا به لسیزې وخت واخلي چې اوکرایین اروپايي‌ ټولنه کې د غړي په توګه ومنل شي.

هغه دا څرګندونې سټراسبورګ کې اروپايي پارلمان ته وینا کې کړي.‌

مکرون ویلي‌ اوکرایین تر هغې چې اروپايي‌ټولنه کې یې د غړیتوب په اړه پرېکړه کېږي "له موازې اروپايي ‌ټولنې" سره یو ځای کېدای شي.

تر دې لږ وړاندې د اروپايي‌ کمېسیون مشرې اورسولا وون دېرلیین ویلي و چې دغه کمېسیون به تر جون میاشتې به اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب غوښتنې په اړه خپل لومړنی نظر شریک کړي.

اروپايي‌ کمېسیون د اروپايي ‌ټولنې اجرايي‌ چارې پر مخ وړي.‌

د فرانسې ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې له اوکرایین د روسي ځواکونو د تازه بریدونو رپوټونه ترلاسه شوي.

له اوکرایین د جګړې رپوټونه

A night scene of damaged buildings in Odesa
د عکس تشریح، د اوډیسا بریدونو کې زیانمنې شوې ودانۍ

د اوکرایین اودیسا ښار باندې د روسي ځواکونو راکټي بریدونو مرګژوبله اړولې ده. ویل کېږي دا توغندي پر یوه پلورنځي او ګودام لګېدلي دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې اوکراییني پوځیان او اور وژونکي نړېدلو ودانیو کې په لټون بوخت دي.

چارواکو ویلي دغه بریدونو یو کس وژلی او پنځه ټپي کړي دي.

دا برید دوشنبه ناوخته داسې مهال شوی چې د اروپايي کمېسیون مشر چارلېس میشل پر همدې ورځ دغه ښار ته تللی و.‌

ښاغلي میشل ویلي هلته یې د غلو دانو ډکې زېرمې لیدلي‌ چې صادرېدو ته چمتو دي، خو جګړې یې مخه نیولې ده.

له دې سره د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هم د تېرې شپې خبرو کې نړیوال غذايي امنیت ته د ورپېښ ګواښ یادونه کړې.

هغه ویلي لسګونه هېوادونه به له اوکراییني‌صادراتو پرته وار له مخه د خوراکي توکو د کمښت پر درشل ولاړ دي او وضعیت تر دې لا خرابېدای شي.

Emergency personnel work near a building damaged after a military strike, in Odesa, Ukraine, in this handout image released May 9, 2022.

د عکس سرچینه، State Emergency Service of Ukraine/Handout via RE

د عکس تشریح، مرستندویان د اودیسا ښار په زیانمنو شویو ودانیو کې په لټون بوخت دي

‌له دې سره هممهاله د اوکرایین دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونو ماریوپول کې د پولادو په ازوفستال کارخونې بریدونه پیل کړي.

دې کارخونه کې سلګونو اوکراییني سرتیري وروستی سنګر جوړ کړی.

د ماریوپول ځايي‌ چارواکي وايي روسي ځواکونو تر هغې وروسته بریدونه پیل کړل چې د ملګرو ملتونو کاروان له ډونېڅک سیمې ووت.

د مارویوپول د ښاروال یوه سلاکار ویلي روسي ځواکونه د هغه پله د الوځولو هڅه کوي‌ چې له ازوفستال کارخونې د ملکي خلکو ایستلو لپاره جوړ شوی و.

ماریوپول د کریمیا ټاپو وزمې او د اوکرایین ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو ترمنځ پروت دی.

اوکرایین غواړي‌ د ماریوپولو په نیولو سره دا دواړه سیمې سره وتړي.