زېلینسکي: پر ښوونځي برید کې ۶۰ تنه وژل شوي دي

د ویډیو تشریح، د ښوونځي وداني چې په برید کې ویجاړه شوې ښکاري

اوکراييني چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختيځه سیمه لوهانسک کې پر ښوونځي شوي هوايي برید کې نژدې ۹۰ تنه هغه کلیوال وژل شوي چې هلته یې پناه اخیستې وه. خو اوس د اوکرايين ولسمشر ولاديمیر زېلينسکي په دغه برید کې د ۶۰ تنو د وژل کېدو خبره کوي.

په همدې حال کې امریکا پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو اعلان کړی دی چې د تېلو او ګازو د یوه تر ټولو لوی شرکت او د درو روسي رسنیو په ګډون پر ۲۶۰۰ روسي او بېلاروسي وګړو لګول شوي دي.

د اوکرايين په ختيځه سیمه لوهانسک کې پر ښوونځي هوايي برید کې داسې مهال د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي چې د رپوټونو له مخې هلته ګڼو کسانو پناه اخیستې وه.

لوهانسک پر اوکرايين د روسیې له برید راهیسې د جګړې یو اصلي‌ ډګر دی او اوکراييني ځواکونه هلته له روس پلوه بېلتونپالو او روسي ځواکونو سره جګړه کوي.

د یادولو ده چې اته کاله پخوا او بیا اوس د اوکرايين په ختيځ کې له جګړې راهیسې د لوهاسنک ډېره سیمه د روسيې ملاتړ لرونکو بېلتون غوښتونکو په واک کې پاتې شوې ده.

له شنبې راهیسې هلته په جګړه کې د ښکېلو لوریو لخوا سخته جګړه روانه ده او په تېره اوونۍ کې د جګړې مهمه سیمه بلل کېږي.

اوکرايين جګړه

د عکس سرچینه، Reuters

د لوهانسک والي ویلي د کلي شاوخوا ټول خلک د هوايي بریدونو له وېرې د دغه ښوونځي‌ په ځمکتل کې پټ شوي وو. د ده په خبره، د شنبې په ورځ شوی دغه برید په ښوونځي کې د اورلګېدنې لامل شوی او د قربانیانو کره شمېر به هله مالوم شي چې په سیمه کې شته ویجاړي او خځلې پاکې کړای شي.

دی زیاتوي، په کلیواله سیمه بیلوهوریوکا کې یې د ښوونځي له ودانۍ پاتې ۳۰ تنه ژغورلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په لوهانسک کې پر دغه ښوونځی شوی برید "وېروونکی" بللی او ویلي یې دی، "په جګړه کې د ملکي خلکو خوندیتوب باید همېشه لومړیتوب" واوسي.

روسیې د دغه برید او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ویلي.

پر روسیې د امریکا نوي بندیزونه:

پر روسیې د بندیزونو په دوام امریکا پر دغه هېواد د لا سختو بندیزونو اعلان کړی.

په دغو بندیزونو کې چې پرون [یکشنبه] اعلان شوي، ۲۶۰۰ روسي او بېلا روسي وګړي د اوکرايين جګړې سره په تړاو پکې په نښه شوي دي. د روسیې درې تلویزوني چېنلونه، د ګازپروم په نوم د روسیې د تېلو تر ټولو لوی شرکت ستر مدیران هم پکې شامل دي. خو لا یې کره او بشپړ نوملړ نه دی ډاګیز شوی.

امریکا داسې مهال پر روسیې نوي بندیزونه اعلانوي چې د امریکا لومړۍ مېرمنې اوکرايين ته د سفر په ترڅ کې د ولسمشر زېلينسکي مېرمنې اولینا زېلينسکي سره کتلي دي.

د دواړو هېوادونو دغو لومړیو مېرمنو په اوکرايين کې په هغه ښوونځي کې سره کتلي چې اوس د بې کوره شویو خلکو د پناه ځی په توګه کارول کېږي.

جېل بایډن ویلي، دا غواړي ووايي چې، 'د امریکا خلک له اوکراييني ولس سره ولاړ دي'.

اغلې بایډن مخکې هم څو ځله ویلي چې دا "بربادي" راوړنکې جګړه باید پای ته ورسول شي.

اولینا زېلينسکي د مور د نړېوالې ورځې په درشل کې اوکرايين ته د جېل بایډن سفر یوه "زړوره پرېکړه" بللې او ویلي یې دي چې، 'موږ پر دې مهمه ورځ ستاسې مینه او ملاتړ احساسولی شو'.

جېل بایډن [ښۍ خوا] او اولینا زېلينسکي [چپ خوا] په یوه ښوونځي کې سره وکتل

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، جېل بایډن [ښۍ خوا] او اولینا زېلينسکي [چپ خوا] په یوه ښوونځي کې سره وکتل

پر امریکا سربېره د نړۍ اوو سترو اقتصادي هېوادونو یا جي-۷ مشرانو د یکشنبې په ورځ پخپله ګډه ناسته کې ژمنه کړې چې د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکرايين ملاتړ لا ډېر کړي.

دغو هېوادونو همدا راز پر دې خبرې سره کړې دي چې څنګه د روسیې پر تېلو او ګازو تکیه کمولی او له دغه هېواده پر وارداتو بندیزونه لګولی شي.

په دویمه نړېواله جګړه کې د نازي جرمني پر ضد د متحدینو د بري د کلیزې په درشل کې یادو سترو اقتصادي هېوادونو ویلي چې ولسمشر پوتین پر اوکرايين د تیري له کبله خپل هېواد او په دویمه نړېواله جګړه کې د خپلو خلکو قربانۍ "شرمولې" دي.

پر روسیې د امریکا تازه بندیزونه د دې غونډې په پای کې اعلان شول چې په ترڅ کې یې د جي-۷ هېوادونو مشرانو په ویډيويي بڼه له اوکراييني ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره خبرې وکړې.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو هم په یوه نااعلان شوي سفر هلته تللی او هغه مهال د ښاغلي زېلینسکي تر څنګ ولاړ و چې له اوکرايين د خپل نظامي ملاتړ ډاډ ورکړي.‌

ښاغلي ټروډو له دې کتنې وروسته رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي، 'پوتین باید په دې پوه شي چې لویدیځ کلک هوډ لري چې د هغه او د ده د کړنو پر وړاندې ودرېږي'.

ښاغلي ټروډو زیاته کړې، 'هغه ناقانونه جګړه چې ده پیل کړې، له سرو کرښو د هغه تېرېدل او پر اوکرايين یرغل په دې مانا ده چې موږ او ټوله نړۍ به خپل وس وکړو چې ډاډ تر لاسه کړو، دی ماته خوري'.