د پاکستان پارلمان کې لومړي وزیر ته د باور رایې ورکولو بهیر وځنډېده

پیپلز پارٹی

د عکس سرچینه، PPP

د پاکستان پارلمان (قامي اسمبلۍ) کې ټاکل شوې وه نن دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته د باور رايه ورکړي خو اوس دغه بهير تر راتلونکې پنجشبنې پورې وځنډېده.

د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو پر حکومت تور پورې کړی،چې د حکومتي وسایلو له لارې د لومړي وزیر عمران خان په پلولۍ تبلیغات کوي، خو د دې هېواد کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا ادعا رد کړې ده.

په ورته مهال د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر پلویان نن دوشنبه د اسلام آباد په سیکټر جي - ناین سیمه کې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي.

د غونډې ګډنوالو د لویې لارې په شاوخوا کې خیمې وهلې او د غونډې لپاره چمتوالی کوي.

په داسې حال کې چې اپوزېسون ګوندونو اسلام آباد کې له غونډې وروسته د پرلت کولو خبره کړې ده د کورونیو چارو وزیر شېخ رشید ویلي چې اسلام اباد کې به چا ته د پرلت اجازه ور نه کړي.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند پلویان هم د لاریونونو په بڼه له کوټې او پېښوره د پلازمېنې پر لور روان شوي دي.

دوی خپل لاریون ته د بیو د لوړوالي پر خلاف د احتجاج نوم ورکړی.

بل لور د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند پلویانو لاریون د پخواني لومړي وزیر میا نواز شریف د لور مریم نواز او پنجاب کې د اپوزېسیون مشر میا شهباز شریف په مشرۍ د پنجاب ایالت له مرکزي ښار لاهوره روان شوی و پرون ګجرانواله ښارګوټي ته ورسېد.

دا لاریون پرون یکشنبه له هغه ځایه د پلازمېنې پر لور روان شو.

په همدې حال کې اسلام اباد پولیس وايي، ښار ته غځېدلې ټولې لارې پرانیستې دي.

اسلام اباد پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''له ریډ زون '' پرته چې د ورتګ لپاره مارګله واټ کارول کېدای شي، نورې ټولې لارې پرانیستې دي.

پولیس وايي، د ګڼې ګوڼې زیاتېدو یا خنډونو رامنځته کېدو په صورت کې به ښاریانو ته معلومات ورکړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي به احتمالاً نن دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا بې باورۍ لپاره رایې ورکړي.

د بې باورۍ تحریک بریالیتوب لپاره د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد د پارلمان ۱۷۲ غړو رایې ته اړتیا لري، چې د دوی ادعا له مخې ترلاسه کوي یې، ځکه په وینا یې د واکمن ګوند یو شمېر پارلمان غړي هم له دوی سره ملګري شوي دي.

لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونه به ''حیران '' کړي.

د بهرنیانو مرسته او لمسون

عمران خان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مخالف ګوندونه له واکه د عمران خان د لېری کولو لپاره پارلمان کې ۱۷۲ رایو ته اړتیا لري او وايي چې پوره کولای یې شي.

لومړي وزیر عمران خان دغه راز تور لګولی چې سیاسي مخالفین یې د بهرنیانو په مرسته او لمسون غواړي چې د ده حکومت وپرځوي.

هغه دا څرګندونې پرون (یکشنبه) ماښام پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلو پلویاانو یوې غونډې ته په وینا کې وکړې.

دغې غونډې ته د امر بالمعروف نوم ورکړ شوی و چې پخپله عمران خان او د ګوند او حکومت نور چارواکي هم پکې ګډون درلود.

لومړي وزیر عمران خان د کوم هېواد یا ادارې نوم وانخیست، خو تور یې ولګاوه چې یو شمېر کسان د بهرنیانو په مرسته هڅه کوي چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي کنترول کړي.

عمران خان په خپله وینا کې د خپل حکومت د تګلارو ننګه وکړه او ادعا یې وکړه چې په تېرو درې نیمو کالو کې یې مهمې لاسته راوړنې درلودې دي.

د پاکستان لومړي وزیر خپل مخالف سیاسي ګوندونو تورن کړل چې د واک ترلاسه کولو لپاره د ده او د پاکستان پر ضد دسیسې جوړوي.