پاکستان؛ دين ته په سپکاوي تورن هندو پروفیسر په عمري زندان سزا محکوم شوی

توہین مذہب

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان سند ایالت یوې محکمې د اسلام پیغمبر 'ص ' ته د سپکاوي په تور یو هندو پروفیسر په عمري زندان سزا محکوم کړی دی.

د تورن کس خپلوان وايي، د پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وکړي.

د محکمې لیکلې پرېکړه کې ویل شوي، ''د ۲۰۱۹ کال سپتمبر پر ۱۴ یوه ځايي اوسېدونکي عبدالعزیز خان په خپله عریضه کې د زدکوونکي زوی له قوله ویلي و چې د ښونځي څښتن یې نوتن لال ټولګي ته ورغلی او د اسلام پیغمبر ته له سپکاوی کولو وروسته بهر ته ووت. ''

نوموړی وايي، زوی یې د دوو عیني شاهدانو محمد نوید او وقاص احمد پر وړاندې دا پېښه بیان کړه.

ځايی قاضي ممتاز سولنګي بیا خپله پرېکړه کې لیکلي چې دواړه عیني شاهدان ''د باور وړ '' دي او د دوی څرګندونې ځکه د باور وړ دي چې ''له تورن کس سره شخصي دښمني نه لري او له څرګندونو یې بدنیتي نه ښکاري. ''

محکمه وايي، مدعي سړی پر تورن کس د لګېدلي تور ثابتولو کې کامیاب شوی، ځکه نوتن لال ته د ټول عمر زندان او پنځوس زره پاکستاني روپیو جریمې سزا ورکول کېږي.

د ښاغلي نوتن یوه خپلوان مهیش کومار بیا بي بي سي ته وویل، ''دې محاکمې کې انصاف له پامه غورځول شوی او د فشار له مخې پرېکړه شوې ده. ''

نوموړی وايي، د پېښې په هکله هیڅ یو عیني شاهد نه شته، بلکې ټول بیانونو د اورېدو له مخې ورکړل شوي دي.

ښاغلی کومار وايي، د عیني شاهدانو په توګه محکمې ته وړاندې شوي کسان د مدعي ګاونډیان دي.

نوموړی ادعا کوي چې په ګوټکي ښارګوټي کې مېشت هندوان له فشار سره مخامخ دي او په ځانګړې توګه د دوی کورنۍ لپاره په دې محاکمه کې له ځانه دفاع کول هم ستونځمن و.