پاکستان: دین ته په سپکاوي تورن پروفیسر محاکمه کېږي

د عکس سرچینه، ASAD JAMAL
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
مذهب ته د سپکاوي په تور د نیول شوي پوهنتوني استاد قضیې اورېدل، بیا د پاکستان ملتان کې پیل شوي دي. جنید حفیظ له ۲۰۱۳ کال راهیسې پر خواله رسنۍ د اسلام پیغمبر ته د سپکوونکو مطالبو د خپرولو په تور بندي دی.
تر اوسه د ده یو مدافع وکیل هم په دې پلمه وژل شوی چې ولې د اسلام د سپکوونکي کس دفاع کوي.
بشري فعالان اسلام ته د سپکاوي قانون په پاکستان کې د هغو افراطیانو وسله بولي چې د بل آندو د غلي کولو لپاره کارېږي.
د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په قضیه کې به د جنید حفیظ پرضد اووه کاله وروسته یو ځل بیا دلایل اورېدل کېږي چې تر اورېدلو وروسته به یې قاضي د ښاغلي حفیظ په حق کې یا یې پرضد پرېکړه کوي.
جنید حفیظ د ملتان بهاوالدین ذکریا پوهنتون کې د انګلیسې ادب استاد و چې په ۲۰۱۳ کال کې د ځینو کسانو لخوا تورن شو چې پر خواله رسنۍ یې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی.
نوموړي هماغه مهال د مارچ په میاشت کې ونیول او محاکمه یې پیل شوه.
په ۲۰۱۴ کال کې وسله والو کسانو د جنید حفیظ وکیل راشد رحمان په خپل دفتر کې په دې خاطر وواژه چې ولې د ښاغلي حفیظ دفاع کوي.
له هغه وروسته د جنید حفیظ یو بل وکیل شهباز ګورماني ځکه له دې قضیې لاس په سر شو چې ویل یې ګواښونه ورته کېږي.
اوس د هغه وکالت یو دریم وکیل اسد جمال کوي. د جنید حفیظ په محاکمه کې تراوسه شپږ تنه قاضیان هم بدل شوي دي.
مذهب ته سپکاوي په پاکستان کې هغه جرم دی چې پرې د تورنو کسانو له وکالت نه اکثراً وکیلان ډډه کوي.
نیوکه کوونکي وايي په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي ضد قانون نه تر ډېره د شخصي ګټو او غچ اخیستلو لپاره کار اخیستل کېږي او له مخې یې ډېر ځله بي ګناه کسان مذهب ته په سپکاوي تورن شي.

د عکس سرچینه، .
ډېر ځله هغه کسان په پاکستان کې وژل کېږي چې مذهب ته په سپکاوي تورن شي.
له ۱۹۹۰ کال راپدیخوا تراوسه پنځوس کسان په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي چې وروستې پېښه یې په خېبرپښتونخوا کې د عبدالولي خان په پوهنتون کې د نورو محصلینو له خوا د مشال خان د وژلو وه.








