مذهب ته د سپکاوي قضیه کې د جکارتا والي په بند محکوم شوی

د عکس سرچینه، AFP
د اندونیزیا پلازمېنې جکارتا والي بسوکی تجهاجا پرنام مذهب ته د سپکاوي یوې ناندریزه قضیه کې مجرم پېژندل شوی او په دوه کلن زندان سزا محکوم شوی دی.
پر نوموړي والي، چې د ( اهوک ) په نامه مشهور دی، د ولایت مقام ټاکنو پر مهال مذهب ته د سپکاوي تور پورې شوی و.
سترې محکمې نوموړی مذهب ته د سپکاوي او تاو تریخوالي ته د لمن وهلو مجرم بللی او په دوه کلن زندان سزا یې محکوم کړی دی.
د محکمې د پرېکړې پر مهال د محکمې ودانۍ مخې ته د نوموړي ګڼ پلویان او مخالفین یو ځای شوي وو.
چارواکو د محکمې شاوخوا کې کلک امنیتي تدبیرونه کړي وو او د امنیتي ځواکونو نژدې ۱۵ زره سرتېري د امنیت ساتلو پر دنده ګومارل شوي وو.
د بلوا مخنیوي پولیسو او زغره والو ګاډو له لارې د نوموړي مخالفین او پلویان له یوه بله لرې ساتل کېدل.
پرناما عیسوي مذهبه دی او تېرو ۵۰ کلونو کې د جکارتا لومړنی غیر مسلمان والي دی. نوموړی د خپلو اصلاح پلوه پالیسیو او د فساد پر ضد د کلک دریځ له کبله ډېر مشهور و.
یو شمېر کسانو د نوموړي خلاف مظاهرې کړې وې او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله. د ۲۰۱۶ کال نومبر کې پولیسو نوموړی مذهب ته د سپکاوي قضیه کې مشکوک بللی و.
تېر کال یوه ناندریزه وینا کې نوموړي ویلي و، چې مسلمانان پر ده د نیوکو لپاره د قرآن کریم یو ایت استعمالوي، خو وروسته یې د خپلو دغو څرګندونو له کبله بښنه غوښتې وه.










