اندونیزیا هم پر بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې بندیز لېرې کړ

د عکس سرچینه، Reuters
اندونیزیا پر بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې بندیزې څه باندې درې کاله وروسته له هغه لری کړ چې د همدې الوتکې د رالویدو په یوه پېښه کې ۱۸۹ مساپر او د الوتکې عمله ووژل شول.
د الوتکې جوړونکې کمپنۍ دا الوتکه له دې پېښې نه مخکې یوه تر ټولو ښه پلورېدونکې الوتکه بلله خو د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د ایتوپیايي هوايي شرکت لوین ایر د ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې د لوېدو نه وروسته په ټوله نړۍ کې د دې الوتکې له کارولو لاس واخیستل شو.
تېره دوشنبه د ایتوپيا هوايي شرکت هم وویل چې د دې الوتکو بیا کارول به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې نه پیل کړي.
په اروپا او امریکا کې د ۷۳۷ مکس بوینګ الوتکې بیا کارول څو میاشتې وړاندې لا پیل شوي وو.
استرالیا، جاپان، هندوستان، مالیزیا او سنګاپور هم په روان کال کې پر دې الوتکې بندیز لېرې کړ.
اوس له ۱۸۰ نه ډېرو هېوادونو هوايي شرکتونوته د ۷۳۷مکس الوتکې د بیا کارولو اجازه ورکړې ده.
د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې پر بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې بندیز د الوتکې د سیستمونو له څیړولو وروسته لېرې شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چې هوايي شرکتونه باید لارښونو ته پام وکړي او د الوتکې له بیا کارولو دمخه دې له خپلې ډډې هم څیړنې وکړي.
د ایتوپیا لوین ایر هوايي شرکت چې د الوتکې د لویدلو له پېښې نه وروسته یې پر بوینګ ۷۳۷ مکس بندیز ولګول شو، د بي بي سي د دې غوښتنې په اړه چې پر دې الوتکې د بندیز لرې کېدو په اړه څه نظر لري څه ونه ویل.
د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۲۹ نېټه د لوین ایر شرکت یوه الوتکه له الوتنې ۱۳ دقیقې وروسته په سمندر کې ولوېده او په کې سپاره ۱۸۹ مساپر او د الوتکې عمله ووژل شول.
دا الوتکه د جاکارتا له نړیوال هوايي ډګر نه پورته شوې وه.
له دې پېښې نه څه کم پنځه میاشتې وروسته د ایتوپیايي هوايي شرکت الوتکه چې کینیا ته روانه وه له الوتنې شپږ دقیقې وروسته ولوېده او په کې سپاره ۱۵۷ کسان ووژل شول.
خو اوس د ایتوپیا د هوايي شرکت یوه چارواکي ویلي ''موږ کافي وخت د دې الوتکې په اړه څېړنې وکړې. ''











