د الوتکو له غورځېدو وروسته بوینګ د ۷۳۷ ډوله تولید کموي

د عکس سرچینه، JOE RAEDLE
امریکايي شرکت، بوینګ، ویلي چې د خپلو ۷۳۷ ماډل الوتکو خرڅلاو کې شل سلنه کموالی راولي. دا اعلان د دغه شرکت د هغو دوو الوتکو له غورځېدو وروسته شوی چې له امله یې ۷۳۷ میکس ډوله الوتکې په ټوله نړۍ کې له الوتنو منع شوې دي.
بوینګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په میاشتني ډول د ۵۲ الوتکو تولید به ۴۲ ته راښکته کړي. د الوتکې د راغورځېدو وروستۍ پېښه تېره میاشت په اېتوپیا کې وه، چې ټول ۱۵۷ کسان پکې وژل شوي وو.
دغه الوتکه د ایتیوپیا له پلازمېنې کینیا ته پر لاره وه چې له الوتنې څو شیبې وروسته ولوېده او ټول سپاره کسان پکې ووژل شول.
د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد هغه مهال پر ټویټر لیکلي و "له ټولو هغو کورنیو سره غمشریکي ښیم چې په دې پېښه کې یې د کورنیو غړي وژل شوي."
له دې پېښې وروسته د نورو هېوادونو ترڅنګ افغانستان هم بوئینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکو ته د دغه هېواد له هوايي حریمه د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي و، د هېواد په هوايي حریم کې یې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوت په ایتوپیا او اندونیزیا کې د دغه ډول الوتکو له غورځېدو وروسته ممنوع اعلان کړی دی.
د تېر کال اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه اندونیزیا کې هم بوینګ ۷۳۷ الوتکه ولوېده، چې لږ ترلږه ۱۸۹ مسافر او د الوتکې عمله په کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه لیون ایر فلایټ جې ټي ۶۱۰ بوینګ ۷۳۷ ماکس الوتکه د جاوا په اوبو کې له پورته کېدا ۱۲ دقیقې وروسته ولوېده.
موندنې ښيي چې په دواړو پېښو کې سره له دې چې پیلوټانو د طیارې د کنټرول پوره هڅه کړې وه خو ویل کیږي ددې الوتکو د (MCAS) په نوم د الوتکې د توازن ساتلو سیتسم سم کار نه دی کړی او الوتکې بې واکه شوې دي.
د ایتوپيا چارواکو ویلي چې د بوینګ الوتکې له غورځېدو وړاندې پیلوټانو د بوینګ ټولې سپارښتنې عملي کړي دي.
بوینګ مشر په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ پوهیږو چې د وروستۍ غورځېدلې الوتکې تخنیکي ستونزې وې، په ځانګړې توګه د (MCAS) سیستم په سم ډول کار نه دی کړی. موږ مسولیت لرو چې خطر له منځه یوسوو او موږ پوهیږو چې څنګه یې حل کړو."








