ولسمشر ټرمپ د بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکو ځای پر ځای کېنولو امر وکړ

د عکس سرچینه، Joe Raedle
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هېواد یې په ایتوپیا کې د بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې له غورځېدو وروسته دغه ډول ټولې الوتکې سملاسي ځای پر ځای کېنوي.
له دې مخکې ګڼ شمېر هېوادونو دغه ډول الوتکو ته د الوت اجازه نه ورکوله، د امریکا هوايي چلند ادارې داسې کوم بندیز نه و لګولی. خو د چهارشنبې پر ورځ دغې ادارې ویلي، د ایتوپیايي الوتکې غورځېدو له ځایه د تر لاسه شویو نویو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته یې دغه پرېکړه کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بوینګ به اوس د ۳۷۱ الوتکو خورا لویه ټولګه لغو کوي. د امریکا متحده ایالات وروستی هېواد دی چې دغه بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې یې ځای پر ځای کېني.
د ایتوپیا پلازمېنه ادیس ابابا کې د یکشنبې پر ورځ د دغه ماډل الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۵۷ کسان ووژل شول. دا د اکتوبر میاشت کې اندونیزیا کې د ورته الوتکې له غورځېدو وروسته چې ۱۸۹ کسان پکې ووژل شول، د مکس ۸ ډوله الوتکو دویمه خونړۍ پېښه وه، چې پنځه میاشتو مودې کې رامنځته شوه.



د امریکا هوايي چلند ادارې چارواکو په وینا د ایتوپیا غورځېدلې الوتکې له پاتې شونيو د نورو تر لاسه شویو معلوماتو د شننې تر مهاله به دغه پرېکړه پر ځای پاتې وي. بوینګ وايي:
''د ډېر احیتاط له کبله الوتکې پر ځمکه کېنوي چې د مساپرو خوندیتوب باوري شي. ''
د امریکن ایرلاین هوايي شرکت په وینا د دغې پرېکړې اغېز به یې پر ۲۴ الوتکو کېږي. شرکت مسوولین وايي: موږ به خپلو مشتریانو ته ژر تر ژره بیا ټکټونه ورکړو او د زخمت ورکولو له کبله بښنه غواړو.
له دې مخکې کاناډا چارواکو وویل، د نویو ثبوتونو موندلو له کبله یې دغه ډول الوتکې ځای پر ځای کېنولې دي. د دوی په وینا سټلایټ ډیتا کې لیدل شوي چې د ایتوپیا غورځېدلې الوتکې او کاناډا کې فعالو مکس ۸ ډوله الوتکو د الوت انداز کې ممکنه ورته والی دی.








