په ایران کې پر یوکراینۍ الوتکې د ادعا شوي توغندیز برید ویډیو

د ویډیو تشریح، په ایران کې پر یوکراینۍ الوتکې د ادعا شوي توغندیز برید ویډیو

د اوکراین هوايي چلن شرکت بوینګ ډوله الوتکه د چهارشنبې پر ورځ د ایران پلازمېنې تهران له امام خمیني هوايي ډګره له الوتو لږ وروسته وغورځېده. امریکايي رسنۍ وايي، ښايي پر دغې مسافر لېږدونکې الوتکې د جنګي هغې ګومان شوی او له ځمکې په هوا کې ګوزار کوونکي توغندي په نښه کړې ده، خو ایراني چارواکي دغه رپوټونه په کلکه ردوي.