د 'بوینګ' الوتکې ماشین پر یوه استوګنیزه سیمه رالوېدلی
د امریکا کولوراډو ایالت ډنفر ښار ته څېرمه پر یوه استوګنیزه سیمه د بوینګ ۷۷۷ الوتکې پاتې شوني رالوېدلي دي.
له ډنفر هوايي ډګره تر الوتلو وروسته د الوتکې د ښي وزر ماشین اور اخیستی دی.
د الوتکې کنټرولخونه د ۲۳۱ مسافرو او د الوتکې د لس کسیزه عملې په ژغورلو وتوانېده، بېرته په خوندي ډول هوايي ډګر ته ستنه کړل شوه.
په کولوراډو کې د برومفیلډ ولسوالۍ پولیسو ځینې انځورونه خپاره کړي چې وايي د الوتکې د وزر دي او د یوه کور پر انګړ رالوېدلي دي.
دا الوتکه د امریکا د هوايي چلن ادارې د شرکت اړونده ده چې د هاوای ایالت هونولولو ته روانه وه.

د عکس سرچینه، Broomfield PD
د فیډرالي هوايي چلن ادارې ویلي، دې ۳۲۸ شمېرې الوتنه د الوتکې د ښي وزر په ماشین کې ستونزه پیدا شوه.
د برومفیلډ پولیسو د هغې سیمې خلک چې د الوتکې ټوټې پرې رالوېدلې، هڅولي چې رالوېدلو ټوټو ته لاسونه ورونه وړي.

د عکس سرچینه، Broomfield PD

د عکس سرچینه، Broomfield PD via EPA
اټکل دی چې د فیډرالي هوايي چلن اداره او د لېږ د سلامتیا ملي شورا به د پېښې په اړه څېړنه وکړي.
پر انټرنېټ ځینې انځورونه خپاره شوي چې د الوتکې له ماشین لوګی پورته کېږي. په یوه وېډیو کې - چې د الوتکې له منځه ثبت شوې ده- ماشین لیدل کېږي چې لمبې ترې پورته کېږي او بهرنۍ پوښ یې ترې لوېږي.











