د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی

مسکو کې د پوځي موسیقۍ ډلې اړوندې ودانۍ مخې ته د وژل شویو په یاد کې د ګلانو ګېډۍ اېښودل شوې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، مسکو کې د پوځي موسیقۍ ډلې اړوندې ودانۍ مخې ته د وژل شویو په یاد کې د ګلانو ګېډۍ اېښودل شوې

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د تېرې یکشنبې په ورځ د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی. الوتکه کې ۹۲ کسان سوریه کې د روسیې هوايي اډې ته روان وو چې له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته ولوېده.

د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ۲۷/مرغومي ۷مه) د روسیې دفاع وزارت وویل، لټونکې ډلې د لوېدلې الوتکې له ټوټو سره تور بکس ګهیځ د تور سمندرګي څنډې ته یونیم کیلومتر لیرې وموند.

توپولوف ۱۵۴ ډوله روسۍ پوځي الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ له مسکو نه الوتلې وه او د روسیې لاذقیه کې د روسیې پوځي اډې ته یې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله او پوځيان د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره لېږدول.

روسۍ کوچنۍ بېړۍ د لټون عملیاتو کې بوختې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، روسۍ کوچنۍ بېړۍ د لټون عملیاتو کې بوختې دي

الوتکه له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته د سوچي ښآر تور سمندرګي په اوبو کې د رادار له پوښښه ووتله.

د دفاع وزارت ویلي، موندل شوی تور بکس یې د الوتکې د لوېدو د لامل معلومولو لپاره سم لاسي مسکو ته استولی دی.

د روسیې دولتي تلوېزیون د لټونکې ډلې ځینې انځورونه خپاره کړي چې ظاهراً ښکاري تور بکس ورسره دی.

دولتي چارواکي وايي، د لټون عملیاتو لپاره یې درې زره او پنځه سوه کسان ګومارلي، چې ۴۵ بېړۍ او ۱۹۲ غوټه وهونکي هم پکې دي.

په دې عملیاتو کې بې پیلوټه الوتکې هم مرسته کوي.

تر اوسه د ۱۲ کسانو مړي او د الوتکې ځینې ټوټې موندل شوې دي.

روسي چارواکو تر اوسه د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

ښکاري چې پیلوټ د الوتکې له تري تم کېدا وړاندې د څارنې له څلي سره کومه اړیکه نه ده نیولې او الوتکه کې د تخنیکي ستونزې رامنځ ته کېدو راپور هم نه دی ورکړل شوی.

ځینې کارپوهان وايي ناڅاپه د الوتکې تري تم کېدل سړي ته دا ذهنیت ورکوي چې ګني الوتکه کې به چاودنه شوې وي.

روسیه له تېر یوه کال راهیسې سوریه کې د بشارالاسد وسله والو مخالفانو پرضد هوايي بریدونه کوي.

الکسندروف ډله څوک ده؟

.

د عکس سرچینه، EPA

د روسيې د وسله وال پوځ رسمي ډله.

په ۱۹۲۸ کال جوړه شوې.

یو ارکسټر او څو نڅاګر لري.

د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال د "سره پوځ" په ډلې مشهوره وه.

نوم یې د ډلې د لومړي مشر الکسندر واسیلوویچ الکسندروف له نامه اخیستل شوی.

الکسندر الکسندروف د پخواني شوروي اتحاد د ملي سرود جوړوونکی و.

.

د عکس سرچینه، AFP

توپولوف - ۱۵۴ د روسيې د الوتنو د ملا تیر

دغه الوتکې څو لسیزې د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسې د هوايي الوتنو د ملا تېر و

یادې الوتکې درې ماشینونه لري که څه هم تنګې دي خو لنډمهالې الوتنې کوي

دغه الوتکې د تېرې پېړۍ شپېتمې لسیزې نیمايي کې جوړې شوې، په ۱۹۷۲ کال یې کار پیل کړی، بیا په ۱۹۸۶ کال نوي ماشینونه پکې لګول شوي

د یادو الوتکو ۳۹ پېښې رامنځ ته شوې، خو د تخنیکي ستونزو له کبله ډېرې کمې پېښې رامنځ ته شوې

د لبنان، جورجیا او افغانستان په جګړو او شخړو کې ځنې توپولوف - ۱۵۴ الوتکې له منځه تللې دي

د روانې پېړۍ له پیله په تدریجي ډول دغه الوتکې له الوتنو شاته شوې، د روسیې هوايي چلند ایروفلاټ دغه الوتکې په ۲۰۱۰ کال له خدمتي چوکاټه وایستلې. اوسمهال په ټوله نړۍ کې له دغو الوتکو یوازې ۵۰ پاتې دي.