الوتکه پر کور د پاسه غورځېدلې، درې کسان وژل شوي دي

Crash scene in Wesel

د عکس سرچینه، EPA

په شمال لویدیځ جرمني ویسیل سیمه کې چارواکي وايي، یوه کوچنۍ الوتکه پر یوه کور د پاسه غورځېدلې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي دي.

تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي.

یو ماشوم هم د ټپونو درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

په تصویرونو کې لیدل کېږي چې هغې ودانۍ ته زیان اوښتی چې الوتکه پرې غورځېدلې او اور وژونکي د لګېدلي اور په وژلو بوخت دي.

پولیسو بایلډ ورځپاڼې ته ویلي، الوتکه له مارل نومي هوايي ډګره پورته شوې وه.

د ځايي پولیسو مشر پیتر ریوترز وايي، له ځايي وخت سره سم پر دوې بجې او ۴۵ دقیقې مرستندویان د پېښې ځای ته غوښتل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه:

''د نړیدلې ودانۍ تر بلۍ لاندې درې مړي موندل شوي. دا ټول لویان دي. یو ماشوم هم برسېرن ټپي شوی او په شاک حالت کې و. دا سپکه الوتکه له مارل هوايي ډګره له دوو سپرلیو سره پورته شوې وه او بیا په ویسیل کې د دمې لپاره کېناسته. ''

الوتکه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولیس وايي، مړي د ودانۍ په بلۍ کې موندل شوي

بایلډ ورځپاڼې ته یوه عیني شاهد ویلي، یوه چاودنه یې واوریده او وروسته د اور یوه لمبه تر سترګو شوه.

د پېښې ځای ته نژدې یو پاراشوټ هم موندل شوی او داسې ګومان کېږي‌ چې په بېړنیز حالت کې د الوتکې د بریک نظام لپاره و.

یوه ویندوی دیر تاګیشپیګل ته ویلي، دغه ودانۍ پر پنځو کورونو وېشل شوې وه.

ویسیل له دوشیلډورف نه ۶۵ کیلومتره لېرې موقعیت لري.