امریکا کې یوه کوچنۍ الوتکه پر یوه کور رالوېدرې

د عکس سرچینه، AP
د امریکا متحدو ایالتونو اوهایو ایالت په یوه مېنه کې پر یوه کور کوچنۍ الوتکه رالوېدلې چې د رپوټونو د الوتکې نهه واړه سپاره پکې وژل شوي دي.
د امریکا اوهایو ایالت په یوه استوګني کې پر یوه کور یوه کوچنۍ الوتکه راپرېوتې ده، چې د الوتکې نهه سپاره پکې وژل شوي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، د الوتکې د څښتن اوګوستو لیوفکوویچ له خولې ویلي، اټکل دی چې د الوتکې نهه واړه سپاره پکې وژل شوي وي.
''اکرون بیکون ژورنال'' ورځپانې د ښاغلي لیوفوکوویچ له قوله ویلي، وروسته له دې چې د وژل شویو کورنیو ته د هغوی د خپلوانو د وژل کېدو خبر ورکړل شي، د قربانیانو هویت به اعلان شي.
دغه دوه ماشینه خصوصي الوتکه د امریکا لوېدیځ اکرون ښار ته څېرمه هوايي ډګر ته نژدې له یوې ودانۍ سره جنګېدلې ده.
د اوروژنې ټیم د ټکر له کبله بل شوی اور مړ کړی، خو رپوټونه وايي، د اور له کبله هېڅوک نه وژل شوی او نه هم سوځېدلی دی.
د ښار چارواکو ویلي، د الوتکې د لوېدو لاملونه پلټي.
سیمه ییزو تلوېزیونونو ویلي، تر اوسه د دوو کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.








