'روسۍ الوتکه د خراب وزر له کبله رالوېدلې'
روسۍ رسنۍ وايي تور سمندرګي کې د لوېدلې روسۍ الوتکې د ثبتو شوو اسنادو له مخې څرګنده شوې چې د وزر د باد کنټرولوونکې یوې پرزې د خرابۍ له امله لوېدلې.
پلټونکې ډلې ته نژدې کسانو د انترفکس خبري سرچینې ته ویلي چې د الوتکې د وزر هغه اووښتونکې وسپنې چې د هوا پر وړاندې تغییر مومي او مرسته کوي الوتکه پورته شي، یو ځای نه وې خلاصې شوې.
د لایف نیوز وېبپاڼې په وینا همدا لامل شو چې پیلوټ په "حساسه شېبه " کې کنترول له لاسه ورکړي.
لایف نیوز وېبپاڼې د الوتکې د کارکوونکو روستۍ خبرې هم خپرې کړي چې د وزر د ستونزې په اړه غږېدلي.
تېره یکشنبه توپولوف ۱۵۴ ډوله روسۍ پوځي الوتکه له مسکو نه الوتلې وه او د سوریې لاذقیه کې د روسیې پوځي اډې ته یې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله او پوځيان د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره لېږدول چې ولوېده او۹۲ سپرلۍ او کارکوونکي یې ټول ووژل شول.

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ۲۷/مرغومي ۷مه) وویل چې د پوځي الوتکې تور بکس يې موندلی.
د دوی په وینا، لټوونکې ډلې د لوېدلې الوتکې له ټوټو سره تور بکس ګهیځ مهال د تور سمندرګي له څنډو یونیم کیلومتر لیرې وموند.
تر ټولو روستي مالومات ویل کېږي کابین کې د ثبتو شوو خبرو له مخې ترلاسه شوي. تر دې وړاندې پر روسي رسنیو د الوتکې د کارکوونکو او د کنترول خونې تر منځ وروستۍ خبرې خپرې شوې وې چې د کومې ستونزې نښې نښانې پکې نه وې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AP
خو اوس لایف چې یوه نوې وېبپاڼه او د روسیې امنیتي سرچینو ته نژدې ده، له تور بکسه د ترلاسه شوو خبرو ټکي خپاره کړي، داسې ښکاري چې د الوتکې دوه پیلوټان د ستونزې په لیدو هک حیران شوي.
د لایف له خوا خپرو شوو خبرو کې داسې ټکي هم شته چې:
" سرعت ۳۰۰ "
" قومندانه، ما پر ځمکه د کښېناستو ګېر کش کړ "
"اوه، دا څه وشول "
"موږ ښکته روان یو "
له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته الوتکه د سوچي ښار تور سمندرګي په اوبو کې د رادار له پوښښه وتلې وه.

د عکس سرچینه، AFP
توپولوف - ۱۵۴ الوتکې څو لسیزې د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسې د هوايي الوتنو د ملا تېر و چې درې ماشینونه لري.
دغه الوتکې د تېرې پېړۍ شپېتمې لسیزې نیمايي کې جوړې شوې چې په ۱۹۷۲ کال یې کار پیل کړی او پر کال ۱۹۸۶ نوي ماشینونه پکې ولګول شول.
پلټونکو تر دې وړاندې هم د ترهګرۍ شونتیا رد کړې وه او پر تخنیکي او انساني تېروتنو یې کار کاوه.

د عکس سرچینه، AFP









