دمشق کې پر یوه پوځي موټر بمي برید ۱۳ کسان ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې دولتي رسني وايي په دمشق کې پر یوه پوځي بس موټر بمي برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
ثنا خبري آژانس ویلي دغه پوځي بس هغه مهال په بمونو والوزول شو چې د یوه پلُ لاندې نه د تېریدو په حال کې و.
د پېښې په ځای کې اخېستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې بس په بشپړه توګه سوځیدلی دی.
که څه هم په سوریه کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده خو په پلازمېنه دمشق کې دغسې بریدونه کمساري دي.
تازه شوی بمي برید د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې راهیسې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.
په هغه برید کې چې په ۲۰۱۷ کال کې وشو او مسوولیت یې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه واخیست ۳۱ کسان وژل شوي وو.
پر پوځي بس موټر د شوي تازه بمي برید مسوولیت تراوسه چا نه دی اخیستی خو شک پر اسلامي دولت نومې ډلې کېږي ځکه چې د روان کال په لومړیو کې یې د هېواد په خیتځو برخو کې هم پر پوځي موټرو بریدونه کړي دي.
په سوریه کې کړکېچ په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه پیل شو چې د مارچ په میاشت کې د بشارالاسد حکومت د دیموکراسي پلوه مظاهرچیانو پرضد له زور نه کار واخیست.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تراوسه د سوریې په کړکېچ کې ۳۵۰ زره کسان وژل شوي او د سوریې نیمايي وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
دغه راز له سوریې نه شپږ میلیونه وګړي نورو هېوادونو ته تللي چې ډېره برخه یې په ترکیه کې دیره ده.
جګړه کې نیول شوي کسان
د ملګرو ملتونو څېړونکو څه موده وړاندې وویل چې سوریه کې د جګړې پرمهال لسګونه زره ولسي وګړي له نیول کېدا وروسته لاهم تري تم دي او یو شمېر یې په مړو کې حساب شوي دي.
د څېړونکو په رپوټ کې راغلي چې زرګونه وګړي تر نیول کېدو وروسته ان تر مرګه ربړول شوي.
په دغه رپوټ کې د سوریې د روانې جګړې د ښکېلو خواوو د جنګي او بشر ضد جرمونو په اړه د څېړنو موندنې خپرې شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP
څېړنډله وايي، دوی له قربانیانو او عیني شاهدانو سره خبرې کړې چې ګڼو یې ان له "تصور د لوړې" ربړونې او کړاو کیسې کړې دي.
دوی وايي د جګړې ښکېلو غاړو ان ۱۱ کلنې نجونې هم تښتولې او جنسي تېري یې پرې کړي دي.
په رپوټ کې تر ۲۶۵۰ ډېرو کسانو سره مرکې او د څه باندې ۱۰۰ بندخونو له بندي کسانو سره خبرې شوې دي.
رپوټ وايي، ټولو غاړو داسې سرغړونې کړې لکه یو دښمن یې چې له بل دښمن سره کوي.









