سوریه کې د حکومت واک لاندې سیمو کې ټاکنې لوېدیځوالو 'ناقانونه' بللې دي

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې د سوري حکومت تر واک لاندې سیمو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رایه واچول شوه، امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو پر دې ټاکنو نیوکې کړې دي.
امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسې او ایټالیا په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دا ټاکنې هېڅ "ازادې او رڼې" نه دي.
دغه هېوادونه وایي، د مخالفانو او مدني ټولنو په ګډون، د ټولو سوریايي وګړو د رایو ملاتړ کوي. د دوی په بیان کې دا ټاکنې "ناقانونه" بلل شوې دي.
د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته دوه نور نوماندان عبدالله عبدالله، چې مخکې مرستیال وزیر هم پاتې شوی او محمود مرعي چې د مخالف سیاسي ګوند مشر دی، ولاړ دي.
ډېر اټکل دا دی چې بشارالاسد - چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې واکمن دی - د څلورم ځل لپاره په داسې حال بیا ولسمشر شي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې کورنۍ جګړې هېواد ویجاړ کړی دی.
د سوریې کورنۍ جګړه کې چې بیا وروسته ځینو بهرنیو اړخونو هم دې جګړې ته ور ودانګل، سلګونه زره وګړي وژل شوي او میلیونونه نور سوریایان بې ځایه شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
حکومتي ځواکونه د سوریې پر کابو درېیمه برخه واکمن دي، خو مخالفې ډلې او د روسیې او ایران له ملاتړ برخمنې نورې جهادي او جنګي ډلې هم پر ځینو سیمو واک لري.
د سوریې د رسمي خبري اژانس د رپوټ له مخې، په سوریه کې د ننه او بهر د ثبت شویو رایه اچوونکو شمېر تر ۱۸ میلیون ډېر ښودل شوی.
خو د ولسمشر بشارالاسد نړیوال مخالفین اندېښنه لري چې دې ټاکنو کې د نوموړي سیاسي مخالفین هېڅ چانس نه لري او یوازې سمبولیکې دي.









