د سوریې جګړه: حلب ښار پر یوې "لویې هدیرې" اوښتونکی دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي سټیفن اوبراین د امنیت شورا ته په وینا کې وویل، غړي هېوادونه باید ولسي وګړو ملاتړ وکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي سټیفن اوبراین د امنیت شورا ته په وینا کې وویل، غړي هېوادونه باید ولسي وګړو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي خبرداری ورکړی چې د سوریې حلب ښار پر یوې "لویې هدیرې" اوښتونکی او له امنیت شورا یې غوښتنه دا ده چې هلته کلابندو ولسي وګړو ته د مرستو رسولو ته لاس په کار شي.

ملګرو ملتونو دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې حکومتي ځواکونو د ښار نیولو لپاره پر وسله والو مخالفانو هوايي او ځمکني بریدونه جاري ساتلي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو استازي سټیفن اوبراین د امنیت شورا ته په وینا کې وویل، غړي هېوادونه باید ولسي وګړو ملاتړ وکړي.

د سوريي ځواکونو او متحدينو د بريدونو په ترڅ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې لږ ترلږه ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سوريې بشري حقونو د څار ډله وايي، ۲۶ تنه ولسي وګړي په جب القبه کې د سوريې پوځ د توغنديو په بريدونو کې وژل شوي.

سوريه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ويل کېږي يو شمېر له دغو وژل شويو هغه خلک دي چې د وروستيو جګړو له امله تښتېدلي وو

ويل کېږي يو شمېر له دغو وژل شويو هغه خلک وو چې د وروستيو جګړو له امله تښتېدلي وو.

لندن مېشتې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، د حلب ختيځ کې په تېرو دوو اوونيو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې ۳۳ تنه يې ماشومان وو.

د دغې ډلې په وينا د حکومت تر ولکې لاندې د حلب په لوېديځ کې هم ۴۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

حلب ښار چې یو وخت د سوريې تجارتي مرکز و، په وروستيو کې د سوريې حکومت ايتلافي ځواکونو او د د غه هېواد د ولسمشر بشار اسد د مخالفو ډلو تر منځ په کې ګڼې نښتې شوې دي.

د روسيې د هوايي ځواکونو په مرسته بشار اسد ته وفادار ځواکونه په دې توانېدلي چې په حلب ښار کې پرمختګ وکړي او يو شمېر سيمې له ياغيانو ونيسي.

مرستندویې ډلې په دوراني ډول د جګړې لومړیو کرښو ته څېرمه ولسي وګړو ته خواړه برابروي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مرستندویې ډلې په دوراني ډول د جګړې لومړیو کرښو ته څېرمه ولسي وګړو ته خواړه برابروي
حلب ښار

د عکس سرچینه، AMC

د عکس تشریح، د حلب ښار ختيځ کې روغتيايي اسانتياوې او خوراکي توکي کم شوي چې له امله يې خلک له لوږې سره مخ دي.

په حلب ښار کې د جګړو له زياتوالي سره لسګونه زره کسانو د حلب ښار له ختيځه د حکومت او د کوردانو تر ولکې لاندې سيمو ته کډه شوي دي.

يو شمېر سرچينې د دغو کسانو شمېر له۲۰ تر ۵۰ زرو تنو پورې ښيي.

د حلب ښار د نيولو لپاره له دوو اوونيوراهیسې پرله پسې جګړه روانه ده. د حلب ښار ختيځ کې شاوخوا ۲۲۷ زره ولسي وګړي اوسېږي.

د ځينو راپورونو له مخې د حلب ښار ختيځ کې روغتيايي اسانتياوې او خوراکي توکي ډېر کم شوي چې له امله يې خلک له لوږې سره مخ دي.