د حلب له ختیځه زرګونه وګړي تښتېدلي

ولسي وګړي د حلب ښار ختیځو سیمو ته د لېږدېدو هڅه کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسي وګړي د حلب ښار ختیځو سیمو ته د لېږدېدو هڅه کوي

د سوریې حکومتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو اصلي مرکز د حلب ښار ختیځ کې 'پاموړ' پرمختګ کړی او زرګونه ولسي وګړي د جګړې له اوره د ښار لوېدیځو سیمو ته د تښتېدو په حال کې دي.

د حکومت پوځي سرچینو ویلي، سوري ځواکونو د شنبې په ورځ د 'حی جبل بدروګ او 'هنانو ' کلیو ترنیولو وروسته خپل دا پرمختګ اعلان کړی.

پوځ وايي، یادې سیمې یې په ''بشپړ ډول'' نیولې دي.

د حلب ښار ختیځ کې د هغو سیمو نیولو لپاره سوري ځواکونو پر دوو برخو وېشل شوي، چې له وسله والو مخالفانو سره دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، سوري ځواکونو د ''حي الصاخور'' په نامه سیمه هم نیولې ده.

رپوټونه وايي، چې ګڼ ولسي وګړي د حکومت تر ولکې لاندې د حلب ښار لوېدیځو سیمو ته لېږدېدلي او لېږدي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله دا هم وايي، چې نژدې ۴۰۰ کسان له حلب ښاره وتلي دي.

وړاندې د مخالفانو سرچینو ویلي وو، د حلب ښار ختیځ کې هنانو سیمه د حکومت لاس ته لوېدلې ده.

د سوریې پوځ وايي، ۱۵۰۰ ولسي وګړي له حلب ښاره لوېدیځو سیمو ته لېږدېدلي، خو د روسیې خبري اژانسونو ویلي، ۹۰۰ ولسي وګړي، چې ۱۱۹ یې ماشومان دي، له ''حی جبل بدرو'' نه د سوري ځواکونو له داخلېدا وړاندې وتلي دي.

ولسي وګړي د حلب ښار ختیځو سیمو ته د لېږدېدو هڅه کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسي وګړي د حلب ښار ختیځو سیمو ته د لېږدېدو هڅه کوي
ولسي وګړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسي وګړي د جګړې له سیمې تښتي

بمبار او کلورین ګاز

ویل کېږي د حلب ښار شمال کې ۲۵۰۰ ولسي وګړي کردي مېشتو سیمو ته تللي.

یوه کس رویټرز خبري اژانس ته پر تیلیفون ویلي، له هنانو سیمې ځکه ووت چې ''سوري پوځ ښار ته د نژدې کېدا پرمهال پر ښار بمباري پیل کړه او کلورین ګاز یې ورباندې وکاراوه.''

حکومتي ځواکونو د مخالفو وسله والو ځینې سیمې نیولې دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حکومتي ځواکونو د مخالفو وسله والو ځینې سیمې نیولې دي
سوریه کې روانې جګړې ښار او ودانۍ پر کنډوالو اړولي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سوریه کې روانې جګړې ښار او ودانۍ پر کنډوالو اړولي

دغه سړي له خپلې مېرمنې، مور او درو بچیانو سره د موټرو په یوه تمځي کې په دې هیله انتظار کاوه چې ګني له ښاره به یې یو ګاډی لوېدیځو سیمو ته ولېږدوي.

د حلب ښار نیولو لپاره له ۱۳ ورځو راهیسې پرله پسې جګړه روانه ده. د حلب ښار ختیځ کې شاوخوا ۲۲۷ زره ولسي وګړي اوسېږي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، پر حلب ښار د برید پرمهال د ۲۷ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۱۹ ولسي وګړي وژل شوي.

ځینې رپوټونه وايي، د حلب ښار ختیځ کې روغتیايي اسانتیاوې او خوراکي توکي ډېر کم شوي.

د بانه العابد په نامه اوه کلنه کډواله، چې له حلب ښاره یې ټویټونو زرګونه ټویټر ملګري ورجذب کړل، لیکي چې د ښار په ختیځ کې یې پر کور بمبار شوی دی.

دې پر ټویټر څو ساعته مخکې لیکلي وو: "وروستی پیغام - اوس درنې بمبارۍ روانې دي، نور موږ ژوند نه شو کولای. کله چې موږ مړه شوو، د ښار د ننه د ۲۰۰۰۰۰ وګړو په اړه پام کوئ. خدای پامان فاطمې".

بانه العابد

د عکس سرچینه، ALABEDBANA

د عکس تشریح، بانه العابد